افغانستان د نولس کلنو د اسیایي کرکټ جام اتلولي وګټله

د افغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې د اسیا غوره لیګ پنځوس اوریزه کرکټ سیالیو په دوام وروستۍ لوبه کې هم بریا ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا سلام وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې په وروستۍ پنځمه لوبه کې مالیزیا ته په ۷ ویکټو ماته ورکړه.

خبرپاڼه لیکي، چې لومړی افغانستان کوربه لوبډله د نوین الحق د ۶ ویکټو په غورسځولو سره په پنځوسم اور کې په ۱۰۵ منډو وسوځوله او بیا یې هدف د حضرت الله ځاځي د ۶۰ منډو په کولو سره په ۲۲م اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدلو ترلاسه کړ.

د مالیزیا پر خلاف د وروستۍ لوبې په پاې کې نوین الحق په ښکلې توپ اچونې د لوبې او حضرت الله ځاځې په ټولټال ۳۱۴ منډو د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی اعلان شو.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې افغان ۱۹ کلنې کرکت ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې کویټ ته په ۸ لوبغاړو، نیپال ته په ۱۰ لوبغاړو، عربي اماراتو ته په ۱۰ لوبغاړو او سعودي عرب لوبډلې ته په ۸ لوبغاړو ماتې ورکړې دي.

د کرکټ بورډخبرپاڼه د خپلو لوړپوړو چارواکو له خولې لیکي، چې افغان کرکټ د پرمختګ په لور روان دې او د کرکټ راتلونکې روښانه ده.

له پرله پسې ۵ بریاوو وروسته افغان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې د ۶ لوبډلو په کتار کې لومړی مقام ترلاسه کړاو د اتلولۍ جام یی وګټلو.

په دې سیالیو کې د افغانستان له پاره حضرت الله ځاځي، نوین الحق، طارق ستانکزي، ناصرخان او ضیاءالرحمان اکبر د نورو افغانو او نړیوالو لوبغاړو په پرتله ښه وځلېدل او د لوبېدلو ډېر چانسونه یی لرل.

د اسیا نولس کلنو غوره لیګ پنځوس اوریزه کرکټ سیالۍ د ۷ ورځو لپاره د افغانستان، نیپال، سعودي عرب، کویټ او کوربه مالیزیا نولس کلنو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د مالیزیا په پلازمینه (کولالمپور) ښار کې ترسره شوې.

ټاکل شوې ده، چې د اسیا نولس کلنو اسیا غوره لیګ سیالیو اتله افغان لوبډله د راتلونکې شنبې پر ورځ سهار ۷ بجې کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته راورسېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام