د ازرې ولسوالۍ د نیولو له پاره سلګونه بهرني وسله وال ورغلي

د لوګر ولایتي شورا غړي وايي، چې د یوې اونۍ راهیسې سلګونه عرب، چیچنیایان او ازبک وسله وال د ارزې ولسوالۍ د سقوط له پاره د طالبانو مرستې ته ورغلي دي.

د ولایتي شورا غړی حسیب ستانکزی وايي، چې دغه سلګونه بهرني وسله وال د سیمه ییزو طالبانو په ملاتړ د ازرې ولسوالۍ د نیولو له پاره ورغلي دي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې د دوی د معلوماتو له مخې دغو وسله والو یو ستر برید پلان کړی او مخکې له مخکې یې سیمې ته وسلې او مهمات لېږدولي دي.

له بل لوري د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی هم مني، چې له دوو اونیو راهیسې وسله والو طالبانو د بهرنیو ترهګرو سره سیمې ته وسلې راوړي دي او په دې ولسوالۍ د برید پلان لري.

د حاجي ابراهیم په نوم د سیمې یو اوسېدونکي سلام وطندار ته وویل، چې وسله وال طالبانو د ځايي خلکو موټر بېګار کړي وو او په دې څو ورځو کې یې خپل مهمات راوچلول.

په دې اړه د لوګر د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال عبدالرازق ساپی وايي، چې وسله والو طالبانو د ازرې په ولسوالۍ د برید له پاره د قاسم په نوم جګې څوکې ته درنې وسلې خېژولي دي.

جنرال رازق زیاتوي، چې دغه څوکه ۳۰۰۰ فوټه هسکه ده او په ولسوالۍ کې مېشت افغان امنیتي ځواکونه نه شي کولی، تخریب یې کړي.

دی همدا ډول وايي، چې په دې اړه یې لوړپوړو امنیتي چارواکو سره خبرې کړي او د دغو وسلو او مرکز د ویجاړولو له پاره یې د هوايي ځواک د مرستې غوښتنه کړې.

له بل لوري د لوګر د والي ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، دوی په پام کې لري، چې د ازرې ولسوالۍ له پاره اضافي سرتېري ورولېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم سلګونو وسله والو طالبانو د قاسم له جګې څوکې د ازرې په ولسوالۍ برید وکړ.

ازره د کابل خاک جبار، د ننګرهار له حصارک، د خېبر پښتونخوا له ترې منګل او پاړه چنار سره نږدې لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام