د هرات په شینډنډ کې د دولت او طالبانو ترمنځ نښته روانه ده

د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي سلام وطندار ته د تیلفون پر کرښه وویل، چې نن سهار شاوخوا ۶ بجې وسله والو طالبانو په ډله ییزه توګه له سویلې غاړې د شینډنډ ولسوالۍ د مالدار، چوک ذغالي او ارګ په پوستو بریدونه وکړل.

د احمدي پر وینا، تر دې مهاله په دې برید کې ۲ تنه طالب وسله وال وژل شوي دي.

دی زیاتوي چې په دې برید کې ملي پولیسو ته کومه ژوبله نه ده اوښتې او امنیتي ځواکونو طالبان په شاه تمبولي او دامهال نښته د یادې ولسوالۍ په اطرافي سیمو کې روانه ده.

 

تر دې مهاله وسله والو طالبانو افغان امنیتي ځواکونو ته د اړول شوي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلی.

د شینډنډ ولسوالۍ د هرات ولایت له ناامنو ولسوالیو نه ده، چې په تېرو کلونو کې طالبانو څو ځلې په دې ولسوالۍ بریدونه کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام