د سرتېرو مرګ‌ژوبله؛ په درې ورځو کې ۶۰ وژل شوي او ۴۸ ټپیان دي

په تخار، زابل، هلمند، بدخشان، فاریاب، بغلان، دایکندي، جوزجان، غور او فراه امنیتي مسوولان وايي، د تېرو درې ورځو پر مهال په دغو ولایتونو کې د نښتو او د طالبانو د بریدونو له کبله ۶۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۴۸ نور ټپیان دي.

تخار، زابل، هلمند، فاریاب، جوزجان او فراه بیا هغه ولایتونه دي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په‌کې سختې نښتې شوي او له کبله یې درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

سلام‌وطندار ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، په تخار، زابل، هلمند او بدخشان ولایتونو کې د نورو هغو په پرتله امنیتي ځواکونو ته ډېره مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

تخار د ۱۳ سرتېرو په وژل کېدو او ۶ ټپیانېدو، هلمند د ۱۰ په وژل کېدو او ۱۲ ټپیانېدو، بدخشان د ۹ په وژل کېدو او ۷ ټپیانېدو او زابل د ۹ سرتېرو په وژل کېدو سره هغه ولایتونه دي چې امنیتي ځواکونو په‌کې ډېره مرګ‌ژوبله لیدلې ده.

د زابل د والي ویاند ګل‌اسلام سیال وايي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښته کې ۹ سرتېري وژل شوي دي.

د غور، هرات، فاریاب، بادغیس، جوزجان، دایکندي او هلمند ولایتونو امنیتي مسوولان وايي، په نښتو کې وسله‌والو طالبانو ته هم سخته مرګ‌ژوبله اوښتې. د دوی په وینا، د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۴۹ طالبان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. دوی وايي، په وژل شویو کسانو کې د طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.

د جوزجان امنیه قوماندان عبدالواحد وجدان وایي، بېګاه د دغه ولایت پر یوشمېر ولسوالیو د طالبانو څو بریدونه یې پر شا تمبولي دي.

د هغه په وینا، تازه د دغه ولایت په قرقین ولسوالي کې ۵ طالبان وژل شوي دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام