د طالبانو له لوري د ۲۳ جنګي الوتکو ویشتل؛ دفاع وزارت رد کړه

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د افغان او نړیوالو ځواکونو۲۳ جنګي الوتکې چې ۹ چورلکې، یوه جېټ او ۱۳ بې‌پیلوټه دي، له منځه وړې دي.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې دغې ډلې د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې ۱۲ زره، ۸ سوه او ۴۱ پوځي عملیات کړي چې ۳۲ یې هم ځانمرګي بریدونه وو.

د اعلامیې پر بنسټ، په یادو بریدونو کې پر زرګونو افغان ځواکونو سربېره، ۳۶۳ بهرني ځواکونه هم وژل شوي او ۱۴۳ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ادعا کړې چې جنګیالیو یې د تېر میلادي کال په بریدونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو ۵۶۸ قوماندانان هم وژلي دي.

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د طالبانو د ادعا د رد ترڅنګ سلام‌وطندار ته ویلي چې د طالبانو یاده ادعا بې‌بنسټه ده.

د امان په وینا، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د طالبانو مرګ‌ژوبله زیاته شوې، دغه ډله په بد وضعیت کې ده او هره ورځ تر خپلې ولکې لاندې سیمې له لاسه ورکوي.

هغه زیاتوي، طالبانو په خپلو جګړو کې تر ټولو زیات ملکي وګړیو ته زیان اړولی او له هغوی نه یې د جنګي سپر په توګه کار اخیستی دی.

طالبانو داسې مهال دا ادعا کړې چې د دغې ډلې استازیو د تېر ۲۰۱۹ کال پر مهال په افغانستان کې د سولې موضوع په تړاو څو ځله له امریکايي لوري سره خبرې اترې کړي، خو لا هم کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

اړوند مطالب:

کورنیو چارو وزارت: طالبانو تېر ميلادي کال کې له ۲ زرو ډېر ملکيان وژلي

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام