د افغانستان ملي دفاع وزارت ته نوماند وزیر محمد معصوم ستانکزی د ۸۴ تائید، ۱۰۴ رد، ۷ سپینو او ۱۸ باطلو رایو په اخیستلو سره د ولسي جرګې له خوا رد شو.
ستانکزی د ولسمشر غني د کابینې یو له جنجالي نوماند وزیرانو و.
کله چې نوموړی د ولسمشر له لوري ملي دفاع وزارت ته د نومان وزیر په توګه ور وپېژندل شو، د بلخ سرپرست والي عطامحمد نور ستانکزی یې د جمعیت ګوند پخواني رهبر برهان الدین رباني قاتل یاد کړ او د نوموړي د محکمه کولو غوښتنه یې وکړه.
خو ولسمشر معصوم ستانکزی دفاع وزارت ته د نوماند وزیر په توګه جرګې ته معرفي کړ او له جرګې نه یې د تائید رايي ورکولو غوښتنه وکړه.
ولسي جرګې ته د ستانکزي د معرفي کولو په ورځ د ملي شورا پر ودانۍ برید وشو او د یو ماشوم په ګډون څوتنه ټپیان شول.
نوموړی له دې مخکې د سولې عالي شورا غړی و.
په پام کې وه، چې نن به د مرکزي بانک نوماند رییس خلیل الله صدیق، سید یوسف حلیم او انیسه رسولي د سترې محکمې عالي شورا غړیو ته هم د باور رایې اخیستلو له پاره د جرګې له خوا صندوق کېښودل شي، خو د یادو نوماندو ته په اسنادو کې د ځينو ستونزو له امله صندوقونه کې نه ښودل شول.
ملي یووالي حکومت په کابینه کې ملي دفاع وزارت یواځنی وزارت ده، چې د سرپرست له خوا پرمخ وړل کیږي، تر اوسه ولسمشر په دې نه دی بریالی شوی، چې ملي دفاع وزارت ته داسې شخص ور وپېژني، چې د ولسي جرګې غړو له لوري د اعتماد رایه ترلاسه کړي.
له دې وړاندې د ملي دفاع وزارت پخوانی ستر درستیز شېر محمد کريمي هم ونه توانېد، چې د ولسي جرګې غړو له لوري د اعتماد رایه واخلي.





