
وسله والو طالبانو نن (چهارشنبه) ګهیځ له څوو خواوو پر خان اباد او چهاردرې ولسوالیو او د کندوز او شېرخان بندر پر لویه لار بریدونه وکړل، چې په ترڅ کې یې د کندوز ــ تخار، کندوز شیرخان بندر او د کندوز او چهاردرې ولسوالۍ ترمنځ غځېدلې لارې د ټرفیکو پرمخ تړل شوي دي.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیري سلام وطندار ته وویل، وسله والو طالبانو د کندوزــ تخار د لویې لارې په ټولو امنیتي پوستو او د دغه ولسوالۍ په مرکز ډله ییز بریدونه کړې اوس هم جګړه دوام لري.
نوموړی وايي، لا هم د کندوز ـ تخار لار تړل شوې، خو خلک د خان اباد او علي اباد له لارې تګ را تګ کوي.
د خان اباد ولسوال د تازه دمو ځواکونو د وراستولو غوښتنه کوي.

له بلې خوا د نښتو دوام او د لارو بندیدو د کندوز او تخار عام خلک اندېښمن کړي او وایي په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، په دې ولسوالۍ کې اوسمهال تیت پرک جګړه دوام لري او زیاتوي، طالبانو د الچین پل د ویجاړولو په موخه چې کندوز له شیرخان بندر سره نښلوي له دوو خواوو بریدونه وکړل، خو د دې پل د ساتنې له پاره پوره امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.
نوموړی خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو د شنډولو له پاره پوره چمتووالی لري او هغوی به له منځه یوسي.
جنګل باغ وايي، په دې نښته کې ۱۸ طالبان د دوی د مشهور قوماندان ذبیح الله په شمول وژل شوي دي.
طالبان داسې مهال د کندوز خان اباد ولسوالۍ د سقوط په موخه ډله ییز بریدونه کوي، چې یوه میاشت وړاندې د دې ولایت کلای زال ولسوالۍ طالبانو ونیوله اوس هم د دوی په ولکه کې ده.





