دبخښنې نړیوال سازمان: د افغان ښځو دحقونو مدافعینو د ژوند وضعیت د اندېښنې وړ دی

د بښنې نړېوال سازمان د يو راپور په خپرولو سره وايي، چې افغان دولت او نړېوالې ټولنې د ښځو مدافعين هېر کړي.

همدارنګه دغې سازمان کاږلي، چې په هېواد کې د بشري حقونو د ښځو فعالینو ناسم وضیعت د اندېښنې وړ دی.

د بښنې نړېوال سازمان ( د هغوی ژوند په خطر کې دی) تر عنوان لاندې راپور کې دا هم راغلي، چې همدا اوس په افغانستان کې هيڅ يوه ښځه له کوره بهر خوندي نه ده.

یاد راپور په هېواد کې د بشري حقونو د ښځینه فعالانو پر وضعيت راڅرخي او پکې زياته شوې، چې افغانې ښځې له بېلابېلو ستونزو لکه جنسي ځورونې، ګواښونه، او ان د وژنې له پېښو سره مخ دي.

د بښنې نړېوال سازمان منشي سلیل شيټي ويلي، چې د بشري حقونو د فعالو ښځو په ګډون ښوونکي، ډاکټران، وکیلان، خبریال او پوليسې میرمنې ژوند هم تر ګواښ لاندې دي.

دی وايي، دغه فعالين نه يواځې دا، چې د طالب وسله والو له لوري ګواښل کيږي، بلکې دولتي چارواکي او جنګ سالاران هم دوی ته د مرګ پېغامونه ليږلي دي.

د شیټي په وينا هغه قوانین، چې باید ورڅخه ملاتړ وکړي یا په افغانستان کې نشته او یا هم کمزوري دي.

دغه راز د راپور موندنې ښيي، چې افغان چارواکو د بشري حقونو د ښځو ملاتړ کوونکو پر وړاندې ګواښونه جدي نه دي ګڼلي.

د بښنې نړېوال سازمان په خپل راپور کې ليکلي، چې دغه راپور يې د ۵۰۰ افغان ښځو څخه تر پوښتنو او مرکو وروسته ترتیب کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام