
د بادغیس ولایتي شورا مرستیال عبدالله افضلي وايي، طالبانو تېره شپه د بالامرغاب ولسوالۍ «اکازیو» سیمه کې د پوځ پر یوې قرارګاه ډلهییز برید کړی چې ۱۷ سرتېري پهکې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ښاغلي افضلي وویل، دغه قرارګاه د طالبانو لهخوا نیول شوېده.
د هغه په وینا دا ـ چې د طالبانو شمېر زیات دی ـ امنیتي ځواکونو بېرته دغه قرارګاه بېرته نهده نیولې.
په همدې حال کې د بادغیس والي ویاند جمشید شهابي بالامرغاب ولسوالۍ کې د پوځ پر دې قرارګاه د طالبانو برید تاییدوي؛ خو وايي، دغه پېښه کې ۳ سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
هغه وویل، نښتو کې له ۱۰ زیات طالبانو ته هم تالفات اوښتي دي.
طالبان هم د دغې قرارګاه نیول او د امنیتي ځواکونو تلفات تاییدوي.
ورته مطالب:
دفاعي ځواکونو فاریاب کې ۲ قرارګاوې او ۲۸ پوستې خوشې کړي
فاریاب؛ ۴ طالبمشران او ۵۶ تنه وسلهوال وژل شوي
فاریاب کې د طالبانو ډلهییز برید کې ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي





