په نورستان ولایت کې ۷۲ طالب وسله وال وژل شوي

د نورستان ولایت د امنیې قوماندان اکرام الدین سریع وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت په کامدېش ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ، چې په برید کې ۷۲ طالبان ووژل شول او ۳۳تنه نور یې ټپیان شول.

سریع له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د نیولو هوډ درلود، چې د امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونه سره مخ شول.

د دې ولایت امنیه قوماندان وايي، په وژل شویو کسانو کې د کامدېش له پاره د وسله والو طالبانو له خوا د دوی نومول شوی ولسوال او اته کسه بهرنیان هم شامل دي.

دی وايي، په سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري چاڼیز عملیات روان دي.

له بل لوري د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې نښته کې ۷۳ طالب وسله وال وژل شوي او ۲۶ تنه یې ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، په نښته کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو د برید مسوولیت منلی او د لسګونو سیمه ییزو پولیسو د وژل کېدو او ټپي کېدو ادعا کوي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند بولي وايي، د تېرې شپې په نښته کې د دوی څلور ملګري وژل شوي او څلور ته یې ټپیان دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام