د فاریاب ولایت ځايي چارواکوي د طالبانو لاس ته د غورماچ ولسوالۍ لوېدل تایېدوي او دسقوط لامل د چارواکو بې پروايي او امنیتي سرتېرو ته د ۴ میاشتو د معاشونو نه ورکول په ګوته کوي.
د فاریاب ولایتي شورا ریيس سید عبدالباقي هاشمي سلام وطندار ته وویل، چې همدا شېبه ټول دولتي دفترونه، بازار او د دې ولسوالۍ کلي د طالبانو په واک کې دي.
د غورماچ ولسوالۍ تېره شپه د یوې وړې نښتې په پایله کې د طالبانو لاس ته ولوېدله.
هاشمي وايي، چې دا ولسوالي د تېرو ۴ ورځو راهیسې د وسله والو په محاصره کې وه، خو د تجهیزاتو د کمښت او د چارواکو د بې غورۍ له امله وسله وال طالبان په دې ولسوالۍ واکمن کېدو باندې بریالي شول.
هغه ټېنګار وکړ، چې حکومت باید لا وار دمخه د وسله والو د برید په اړه فکر کړی وی.
خو د تجهیزاتو او نورو سرتېرو د لېږد په اړه هره غوښتنه په یوه نه یوه بهانه رد کېدله.
د غورماچ ولسوالۍ د ۵ سوه کسیزې قطعې قوماندان سید اصف سلام وطندار ته وویل، چې د محاصرې پر مهال یې له امینتي چارواکو د تجهیزاتو او مرستو غوښتنه کړې، خو هر ځل منفي ځواب ورکړل شوی.
په همدې حال کې محمد اصف وايي، چې اوس یې شاتګ کړی، خو د ولسوالۍ په شاوخوا کې یې د پولیسو پوستې ځای پر ځای کړي.
داسې راپورونه رارسېدلي، چې اوس هم په سیمه کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.
په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو اولې لوا قوماندان شیرین شاه کوهبندي سلام وطندار ته وویل، ټول امینتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي او په لوړو سېمو کې یې سنګرونه نېولي دي.
هغه زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو سنګرونه د ولسوالۍ شمالي اړخ د مرکز په ۱ کېلومټرۍ کې ځای پر ځای دي او د ولسوالۍ د مرکز د بېرته نېولو وړتیا لري.
په همدې حال کې داسې اندېښنې شته، چې پر غورماچ له واکمنۍ وروسته به وسله وال ددې ولایت په نورو ولسواليو لکه قیصار برید وکړي.
غورماچ په داسې حالې کې سقوط وکړ، چې دوه اونۍ وړاندې د دې ولایت ګرزيوان ولسوالي د ۲۴ ساعتونو له پاره د وسله والو لاس ته لوېدلې وه، چې امينتي ځواکونه یې په بېرته کنټرولولو ژر بریالي شول.
په دې ورستيو کې په فاریاب کې د نا امنیو پېښې زیاتې شوي، په داسې حال کې، چې له وسله والو د دې ولایت د پاکولو له پاره د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم تللی و او ځانګړي عملیات یې ترسره کړل، خو لا هم په دې ولایت کې فضا ارامه نه ده.





