سرتېری: د ولس د هوساینې لپاره مې په سختو جګړو کي برخه اخیستې

د جان محمد په مستعار نوم د ملي اردو یو سرتېری وایي چې د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکی دی، ۳۰ کاله عمر لري او په هلمند کي دنده پر مخ بیايي.

جان محمد د هلمند د بېلابېلو ولسوالیو په ډېرو عملیاتو کې  برخه اخیستې. د ده په وینا، د خپلو خلکو ارام او هوسا ژوند لپاره له خپل سره هم تېر دی.

جان محمد وایي، پوځي زده کړې يې په پلازمېنه کابل کې کړي او پر مهال یې د هر ډول وسلې کارول، جنګي تکتیکونه، په  عملیاتو کې د عامو خلکو ژوند ساتلو لارې او له هغوی سره د کړو وړو په اړه پوره مالومات تر لاسه کړي چې په وینا یې عام خلک ښه خاطره ترې لري.

دغه سرتېری وايي چې په زده کړو کې ورته ښودل شوي چې د عملیاتو پر مهال به له کومو تکتیکونو کار اخلي چې عامو خلکو ته زیان ونه رسېږي، خو د ناامنه سیمو په پاکولو او نیولو کې به پرمختګ هم کوي.

دی زیاتوي، هلمند یو ناامنه ولایت دی او ډېری وختونه په‌کې جګړې وي، خو دی هېڅ وېره نه‌لري، بلکې تل هڅه کوي چې په عملیاتو کې ګډون وکړي او خلک له هر ډول ستونزو وژغوري.

  جان محمد وايي، کله يې چې دنده پیلوله، هیله يې دا وه چې داسې ولایت ته لاړ شي چي هلته جګړه وي او دی د خپلو خلکو د ژوند او سیمو امنیت په ټینګښت کې خپل مسوولیت ترسره کړي. 

هغه وايي، هلمند یې د خوښې ولایت و چې دنده په‌کې ترسره کړي.

د افغان ملي اردو سرتېری جان محمد وايي، د سرتېرو د بریالیتوب راز له خپلو ولسونو سره په نږدې او ښه اړیکه کې دی او هېڅکله د ولس او سرتېرو تر منځ ستونزه نه‌ده راغلې.

د ده په خبره، هر ځای د ټولو ځواکونو سرتېري، په ځانګړي ډول ملي اردو په عملیاتو او عادي وختونو کي د خلکو لپاره شپه او ورځ پر ځان یوه کړې چې هغوی په خپلو کورونو او کلیو کې ارام ژوند ولري او هېڅوک ورته زیان ونه رسوي.

جان محمد وايي، د دندې پر مهال له عامو ولسونو سره د مخ کېدو پر مهال یې احساس کړې چې ولس د ملي اردو له سرتېرو سره خوشحاله دی او په وینا یې، ولس باور لري چې همدا سرتېري د دوی د امن لپاره قرباني ورکوي.

هغه وايي، له کلونو راهیسې په هلمند کې دنده لري، هلمندیان ډېر ښه خلک دي او له خپلو سرتېرو سره ښه چلن او مرسته کوي.  

د ملي اردو سرتېري جان محمد په هلمند کې د جګړو ترڅنګ، ښې ورځې هم تېرې کړي او له عام ولس  سره يې تل همکاري کړې ده. 

جان محمد دا هم وايي چې په هلمند کې د ډېرو ولایتونو ځوانان د ملي اردو په لیکو کې دندې پر مخ بیايي، ټول دلته پر دنده کولو خوښ دي او ده هم ډېر ملګري موندلي چې ډېرې ښې اړیکې ورسره لري.

هغه وویل، دلته ملي یووالی شته او د سرتېرو ترمنځ هېڅ ډول قومي، ژبنی او سمتي تعصب نه‌شته، بلکې ټول افغانان دي او یو بل ته پوره درناوی لري.

افغان سرتېری جان محمد زیاتوي، په ټول افغانستان کې داسې ملګري لري چې په قوم او ژبې پورې محدود نه‌دي.

دی وايي، د ملي اردو سرتېرو ترمنځ نه یوازې اړیکي ښې دي او هېڅ ډول ستونزه نه‌لري، بلکې له ملي پولیسو، ملي امنیت، سیمه‌ییزو پولیسو، کومانډویانو او نورو ټولو افغان ځواکونو سره ښې او د وروګلوئ اړیکې لري چې په عملیاتو او نورو پوځي چارو کې له یو بل سره پوره همغږي لري او د همدې همغږۍ له امله بریالي هم دي.

د جان محمد په خبره، ټول ځواکونه د یوې کورنۍ غړي دي او د یوه هدف لپاره جګړه کوي؛ نو ځکه خو په یوه فکر او پلان سره خپلې دندې پر مخ بیايي او تل يې هڅه کړې چې په هېواد کې امنیت تامین شي.

د ده په وینا، له یادو ګډو ځواکونو سره يې په پوځي عملیاتو کې ګډون کړی او هېڅ ډول ستونزه يې ترمنځ نه‌ده راغلې.

  جان محمد وایي، د هلمند ولایت ډېری سیمې يې خوښېږي او د ښکلا خاطرې یې په ذهن کې پاتې دي. نوموړی زیاتوي، هلمند ډېر ښکلی او شین ولایت دی چې ښه سیندونه لري. هغه وايي، که په هلمند کې کرنې ته اسانتیاوې برابرې شي، ډېر ښه حاصلات به وکړي چې نه یوازې د هلمندیانو، بلکې د هېواد لپاره به د پام وړ ګټه وکړي.

سرتېری جان محمد د افغانستان، په ځانګړې توګه د هلمند اوسېدونکیو ته دا پیغام لري چې ځوانان باید د خپلې خاورې او وطن ساتلو لپاره له افغان ځواکونو سره یوځای شي.

دی وايي، د هېواد ساتنه د ټولو افغانانو مسوولیت دی او هېڅ دوښمن ته باید دا فرصت په لاس ورنه کړل شي چې دلته خپلې شومې موخې وپالي. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام