
پېښه تېره شپه د فاریاب مرکز میمنې ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده.
د فاریاب ولایت امنیتي مسوولین وايي، وژل شوې پولیسه د میمنې ښار د چرمګرخانه اوسېدونکې وه او د ښار په امنیتي کمربند کې یې دنده لرله.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، وژل شوې پولیسه نوریه نومېږي او د خپل زوم جان محمد له لوري وژل شوې ده.
سرچینه د پېښې انګېزه کورنۍ تاوتریخوالی ګڼي او وايي، جان محمد نومی له پېښې وروسته تښتېدلی دی.
دغه زار وسله والو طالبانو ویلي، چې نوریه د دوی کسانو وژلې ده.
د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ جنايي مدیر جنرال محمدنادر وايي، نوریه د خپل زوم له لوري وژل شوې، خو په دې اړه یې زیات جزیات ورنه کړل.
په فاریاب کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس سید حفیظ الله فطرت وايي، محمد جان د پولیسو په تعلیمي ټولي کې دنده لرله.
فطرت له امنیتي بنسټونو وغوښتل، چې د پېښې عامل ونیسي، عدلي او قضايي بنسټونه ته دې وسپاري.
په فاریاب کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې تراوسه دې ولایت کې د ښځنیهوو د قتل ۸ پېښې رامنځته شوي دي، چې ۴ هغه یې ناموسي وژنې وې.





