کارپوهان: حکومت باید د بهرنيو مرستو د حیف‌و میل کېدو مخه ونیسي

افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو د راتګ سره سم بهرنۍ مرستې هم زیاتې شوې، چې د زیاتو پروژو د پلې کېدو سره جوخت د خلکو په اقتصادي ژوند کې هم خورا مثبت بدلونونه راغلل.

دغه مرستې د ۲۰۱۳ م ز کال تر وروستېو ورځو پورې دوام وکړ، خو د ۲۰۱۴ م ز کال د پېل سره سم مرستې په بې ساري ډول کمې شوې او ځينې کارونه په ټپه ودرېدل.

دوه کاله وروسته اوس ( ۲۰۱۶م ز) کال دغه مرستې یوځل بیا د زیاتېدو په حال کې دي.

د سیاسي چارو ځينې کارپوهان وايي، چې په دې وروستيو کې د بریتانیا، امريکا او پاکستان له لوري پر مرسته شويو پروژو باید افغان حکومت سم مديریت وکړي او د پېسو له حیف‌و میل څخه مخنيوی وکړي.

دوی وايي، چې مرستې باید د یو منظم پلان له مخې په مناسبو ځايونو کې و لګول شي.

په دې وروستیو کې امريکا له افغانستان سره ژمنه کړې، چې د امنيتي وضعیت د ښه کېدو له پاره به له افغانستان سره یو میليارډ ډالر مرسته وکړي.

پاکستان به د روغتيا، ښوونې او روزنې  په برخو کې ۵۰۰ میليونه ډالره مرسته او همدارنګه بریتانیا ویلي، چې خپل ۴۰۰ تازه دمي سرتېري به افغانستان ته واستوي، چې په دې سره به ځينې پروژې هم پلي کيږي.

د نظامي چارو کارپوه جاوید کوهستاني وايي، چې دغه مرستې د امنیت په برخه کې به خورا ګټورې وي او افغان حکومت د یو منظم پلان او کړنلارې له مخې باید دغه پروژې پلي کړي.

بل کارپوه عبدلغفار ګردیزی وايي، چې دغو مرستو ته باید د امنیت په برخه کې لومړيتوب ورکړل شي.

هغه پر نړېوالې ټولنې غږ کوي، چې د دغو مرستو څخه جدي څارنه وکړي، ترڅو دغه پېسې په مناسبو ځايونو کې مصرف شي.

له بل لوري ځينې ښاریان هم وايي، چې که دولت د دغو مرستو څخه جدي څارنه وکړي، نو دوی به د راتلونکي له پاره هیله مند شي.

دوی وايي، چې له دې وړاندې په میليارډونه ډالر افغانستان ته راغلل، خو د سم مدیریت نه شتون له وجې زیاتې يې شخصي جیبونه ته لاړې.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام