
راپورونه وایي، چې د دغې وسله والې نښتې په نتیجه کې د دواړو لوریو ۱۳ تنه وژل شوي دي.
د بغلان ولایت دهنه غوري ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد قل مبارز سلام وطندارته وویل، چې دا وسله واله نښته تیر ماښام ددې ولسوالۍ په "بکلاب" او "سیبک" سیمه کې د ملا مجید او ملا اختر ګل عمري پلویانو ترمنځ د عشر او زکات پر سر رامنځته شوې.
"د دوی ترمنځ وسله واله نښته پرون د ځمکې عشر او زکات ویش پر سر رامنځته شوه، په دې نښته کې له دواړو لورو شاوخوا ۱۳ کسان وژل شوي او له ۱۰ زیات ټپیان شوي دي."

له بل لوري د محراب الدین او نوید شکور زاده په نومونو د بغلان ولایت دوه اوسیدونکي له حکومته غواړي، چې له دغه فرصته د طالبانو ډلې ځپلو په موخه ګټه واخلي.
د بغلان ولایت دهن غوري امنیه قوماندان پروینا، مخکې تردې مخکې هم د طالب قوماندانو ترمنځ په یو شمیر سیمو کې د عشر او زکات راټولو پر سر وسله والې نښتې شوي، چې په ترڅ کې يې ددې ډلې لسګونه کسان وژل شوي وو.





