
طالبانو د یو موټر ۴ هزاره سپرلۍ د هرات په چشت ولسوالۍ کې راښکته کړي او له ځانه سره یې وړي دي.
د چشت ولسوال سیدکریم زاهد سلاموطندار ته وویل، تېر ماښام یو موټر چې له غور ولایته د هرات پر لور راته د تخت درې په سیمه کې د طالبانو لهخوا درول شوي وو او سپرلۍ یې له ځانه سره وړې وه.
د زاهد په خبره، طالبانو له څوو ساعتونو وروسته نور مسافر خوشې کړي او یوازې ۴ تنه هزاره یې له ځانه سره ساتلي دي او برخلیک یې نه دی معلوم.
زاهد وايي، د پېښې سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده.
تراوسه دغې ډلې د پېښې مسوولیت په اړه څه نه دي ویلي.





