بغلان کې د ماین چاودنې ۵ کسان وژلي او ۲۰ نور ټپیان کړي

د بغلان ولایت د تاله‌وبرفک ولسوال عبدالاحمد احمدي سلام‌وطندار ته وویل چې د والیبال په یوه میدان کې د ماین چاودنې له کبله ۵ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

احمدي وايي، پېښې تېر ماښام په برفک سیمه کې چې د طالبانو په لاس کې ده، شوې ده.

د نوموړي په وینا، په پېښه کې د یوه طالب په ګډون ۵ ملکیان وژل شوي او له ۲۰ ډېر عام وګړي ټپیان دي.

د تاله‌وبرفک ولسوال زیاتوي، د پېښې ټول قربانیان ځوانان او ماشومان دي چې پر والیبال بوخت وو.

په همدې حال کې د پلخمري د ولایتي روغتون رییس محمدانور وردګ وايي، یوازې ۴ ټپیان چې ملکیان دي، یاد روغتون ته ور وړل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام