
د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعهګل همت سلاموطندار سره د مرکې پر مهال وویل، چې په دې ولایت کې د داعش ډلې د غړیو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دی.
دی وايي، چې په یاد ولایت کې د داعش وسلهوالو شمېر ۲ زرو تنو ته رسیدونکی دی.
پاسوال همت زیاتوي، چې داعشیان د کونړ په چپېدرې، نورګل، وټپور او یو شمېر نورو سیمو کې فعال دي او په ناړۍ ولسوالۍ کې بیا د روزنې یو ځانګړی مرکز لري، چې «عربان، پنجابیان او یو شمېر نور بهرنیان دوی ته روزنې ورکوي.»
د کونړ امنیه قوماندان زیاته کړه، چې له کونړه سلګونه داعش جنګیالي د ننګرهار ځېنو ولسوالیو ته د جګړې لهپاره هم ورځي.
قوماندان پاسوال جمعهګل همت په ټینګار سره وویل، چې داعشیانو له حکومتي ځواکونو سره مخامخ جګړې هم پیل کړي، چې شاوخوا ۳ اوونۍ مخکې یې د چپېدرې په ولسوالۍ کې له حکومتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ۲۱ غړي هم وژل شوي وو.

ده همداراز وویل، چې داعشیان کونړ کې ورځ تر بلې په تقویه کېدو دي، چې دوی دا ستونزه له خپلو اړوندو لوړپوړیو چارواکیو سره شریکه کړېده او ژر به یوه اندازه درنې وسلې هغو سیمو ته ولېږدوي، چې یاده ډله پهکې په نسبي ډول فعاله ده.
بل پلو د کونړ اوسېدونکي او مدني فعالان هم د داعشیانو له پراخېدونکي نفوذه اندېښمن دي، وايي، که حکومت په دې اړه کوټلی ګام پورته نهکړي؛ کونړ به هم د ننګرهار د شینوارو ولسوالیو په شان له ورته حالت سره مخ شي.
کونړ د هېواد په ختیځ کې ډیورنډ فرضي کرښې سره جوخت پروت ولایت دی، چې زیاتې وسلهوالې ډلې پهکې فعالې دي.
اندېښنې دا دي، که چېرې داعشیان په دغه ولایت کې خپل حضور پراخ او حکومت سره مخامخ جګړو ته دوام ورکړي؛ نو د حکومت لهپاره به په دې غرني ولایت کې د داعشیانو د له منځه وړل اسانه کار نهوي.





