دایکندي کې یو امنیتي مسوول له یوه درې کلن ماشوم سره وژل شوی

د دایکندي محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت د کجران ولسوالي د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر له یوه درې کلن ماشوم سره یوځای وژل شوی دی.

د دایکندي په امنیې قومانداني کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولان تاییدوي چې د کجران ولسوالي د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې امر عیسا ستېز او یو درې کلن ماشومان د دې ولسوالي په «ناوه‌ رود» سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.

د دایکندي د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد مجاهد وايي چې نوموړی د دندې لپاره د کجران ولسوالي «ناوه‌ رود» سیمې ته تللی و او د شپې نهه نیمې بجې د یوه خپلوان په کور کې وژل شوی دی.

د هغه په وینا، تر اوسه د دغه قتل انګېزه نه ده روښانه، خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

کجران د دایکندي د ناامنه ولسوالیو له ډلې یوه ده. په دې ولسوالي کې ډېر کله د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې هم کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام