کونړ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د دې ولایت په چپې‌درې ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې دواړو لوریو ته په‌کې مرګژوبله اوښتې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصمم سلام وطندار ته وویل، دا جګړه تېره شپه د چپې‌درې ولسوالۍ په ورسک نومې سیمه کې پیل شوې چې تر اوسه په‌کې ۱۲داعشیان وژل شوي. د ده په وینا، ښايي دا شمېر نور هم لوړ شي.

دی وايي، د طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه معلومات نه‌شته.

ښاغلی مصمم زیاتوي، لا هم سیمه کې جګړه شته؛ خو تراوسه دوی ته د ملکي وګړیو د مرګژوبلې او د سیمو نیولو راپور نه‌دی ورکړل شوی .

د کونړ د امنیې قوماندانۍ یو چارواکي هم د نوم نه ښودلو په شرط تاييد کړې چې چپې‌درې کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي؛ خو د تلفاتو په اړه یې دقیق معلومات نه‌لري.

هاخوا د ۲۰۱ سېلاب قول‌اردو یوې خبرپاڼې کې هم د دې جګړې پخلی شوی؛ خو د مرګژوبلې د کره معلوماتو په اړه یې څه نه‌دي لیکلي.

د چپې‌درې ولسوالۍ اوسېدونکی ضیاالرحمان سلام وطندار ته وویل، بېګا شپه داعش ډلې د دې ولسوالۍ په ورسک نومې سیمه کې د طالبانو پر یو مرکز برید کړی‌و چې دوه طالبان په‌کې وژل شوي‌وو او له هماغه وخته تراوسه د دواړو غاړیو ترمنځ نښته روانه ده.

دی همداراز زیاتوي چې دواړو لوریو ته د اوښتې مرګژوبلې کره شمېره نه‌لري.

له‌دې مخکې هم د کونړ په مختلفو غره‌ییزو سیمو کې د داعش او طالبانو ترمنځ خپل‌منځي نښتې شوې‌دي چې ځېنو سیمو کې پرې داعش او ځېنو کې طالبان غالب شوي.

تراوسه د چپې‌درې جګړه کې د حکومتي ځواکونو د دخالت راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دواړو وسله‌والو ډلو تر اوسه په‌دې تړاو رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

 

ورته مطالب:

په هلمند کې د طالبانو او داعش تر منځ درنه جګړه روانه ده

په غور کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه کې ۹ وسله وال وژل شوي

په ۱۰۰ میلیونو افغانیو باندې د طالبانو او داعشیانو نښته او ګڼه مرګ‌ژوبله

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام