
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د چهارشنبې په ورځ (اکټوبر۱۹مه) خبري غونډې پرمهال ددغه وزارت دوو کلنو پروګرامونو او کړنو معالومات ورکړل.
جنرال وزیري زیاته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د تړونونو او تدارکاتو په برخه کې د زیاتو پیسو حیف و میل مخنیوی شوی دی.
نوموړي وویل، چې دفاع وزارت له ۷ میلیارده زیاتې افغانۍ په تړونونو کې سپما کړې.
هغه وايې، دا د فساد پیسې وې، چې د خلکو جیبونو ته تلې " دفاع وزارت چې تړون لاسلیکاوه هغه يې ۵۰۰ یا ۴۵۰ میلیونه اټکلاوه سږ کال بهیر روڼ و چې دغه ۵۰۰ میلیونه پر ۱۵۰ میلیونه تړون لاسلیک شوی، چې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ يي دفاع وزارت سپما شوې."
وزیري زیاته کړه، هغه پیسې چې دفاع وزارت د تړونونو او تدارکاتو په برخه کې لاسته راوړي د سرتیرو په میاشتنیو تنخوا کې زیاتې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، چې د غلاشویو پیسو له ۴ میلیاردو زیاتې افغانۍ د شپږو میاشتو له پاره د سرتیرو په تنخوا کې ورکړل شوي، چې ۲۱ زره د شپږو میاشتو او ۳۵۰۰ افغانۍ هره میاشت چې د شپږو میاشتې ټولې کړې او په یو وار سرتیرو ته ورکړل شوې دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند د جګړې په ډګر کې ددغه وزارت له لاسته راوړنو هم یادونه وکړه او ويې ویل، چې د شفق او ذوالفقار عملیاتو په ترڅ کې په تیرو دوو کلونو کې له ۱۰ زره زیات طالب او ترهګر وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند پروینا، امنیتي ځواکونه چمتو دي، چې د ژمي په موسم کې په نا امنو ولایتونو کې د "شفق ۲"عملیات پیل کړي.





