د روغتیا وزارت چارواکي وايي، که څه هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونه د تېر په پرتله ښه شوي؛ خو بیا هم په دغه هېواد کې د زېږون پر وخت د میندو او ماشومانو مړینه زیاته شوې ده.
د دغو چارواکو په خبره، په هرو ۵ کوچینانو کې یو یې پنځه کلنۍ ته په رسېدلو سره خپل ژوند له لاسه ورکوي او له ۵ کلونو د ټیټ عمر لرونکې کوچینان په سلو کې ۵۰ سلنه له سخت سوی تغذيي نه ځورېږي.
د روغتیا وزارت مرستیال عبدالبصیر سرور نن (سه شنبه) په کابل کې د (خوندي مور) تر نامه لاندې په جوړ شوي پروګرام کې وویل، دغه ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې مورګانې د (ناپوهۍ او تعصب) په حاکمیت کې کوچنیان دې نړۍ ته راوړي.
هغه وویل، چې په کورونو کې د سالمو روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د میندو او ماشومانو مړینه زیاته شي.
خو سرور زیاته کړه، چې په دې توانېدلي دي، چې د قابله ګانو په روزلو او کورنیو ښځو ته د عامه پوهاوي په مرسته د زېږون پر وخت د میندو او کوچنیانو د مړینې کچه راټيټه کړي.
د ماشومانو د ساتې ملاتړ اداره یا یونیسف هم د میندو او ماشومانو د مړینې له دغه حالت نه اندېښنه ښيي.
په افغانستان کې د یونیسف استازي وارکي په دغو مراسمو کې وویل، چې اوس هم په افغانستان کې هر کال ۴ زره افغان مېرمنې او ماشومان، د مختلفو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
هغه زیاته کړه، که څه هم افغانستان په تېره لسیزه کې د زېږون پر وخت د میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي په برخه کې ډېر پرمختګ کړی، خو بیا هم په هغو لسو هېوادونو کې شامل دی، چې د زېږون پر وخت په کې د میندو او ماشومانو د مړینې ګراف لوړ دی.
د وارکي په خبره، میندو او ماشومانو د مړینې د مخنیوي لپاره باید بنسټیز روغتیايي چوپړونه برابر شي.
بل لوري د روغتیا وزارت چارواکي وايي، چې تر ۲۰۲۰ زېږدیز کال پورې به د میندو او ماشومانو په مړینه کې د پام وړ کموالی راشي.





