د پوهنې وزارت د نوي وزیر د کاري پروګرامونو تر چتر لاندې غواړي، چې په نورستان ولایت کې د ښوونځيو او زده کوونکو کره شمېرې تر لاسه کړي.
د پوهنې وزارت له لوري نورستان ولایت ته د لومړي ځل لپاره یو پلاوی لېږل شوی، چې په دغه ولایت کې د ښوونځيو او زده کوونکو کره شمېرې ثبت او له مرکز سره یې شریکې کړي.
د دې پلاوي مشر شاه سید الکوزي سلام وطندار ته وویل، چې د دوی د راتګ موخه د پوهنې وزارت سل ورځني پلان عملي کول دي.
الکوزي وویل، په نورستان ولایت کې به دوی د ښوونکو تشکیلاتو تثبیت او د موجودو زده کوونکو شمېره کره کړي او دا به بیا په مرکز کې د نورستان ولایت ثبتې شوې احصایې سره مقایسه کړي، چې حقیقت معلوم شي.
د نورستان پوهنې ریاست چارواکي وایي، د مرکز نه د هیئت راتلل؛ د دوی په کارونو مثبت اغېز کوي او په فعالیتونو کې یې شفافیت رامنځته کېږي.
د دې ریاست د پوهنیزو چارو د څارنې مسول قدرت الله عطایي وايي، دوی تل د پوهنې وزارت او د څارنې له عمومي ریاست نه په ځلونو- ځلونو دا غوښتنه کړې ده، چې د دوی د فعالیتونو د شفافیت پر موخه باید دوامداره د څارنې په پار یو پلاوی راولېږي.
د ده په خبره، له اوسني راغلي پلاوي مننه کوي، چې په راتګ به یې په کارونو کې ډېر بدلونونه راشې.
که څه هم د نورستان مدني فعالان د پوهنې وزارت دا اقدام ډېر وروسته ګڼي، خو غوښتنه کوي، چې دا لړۍ دوام وکړي، چې د نورستان د پوهنې په فساد ککړ نظام پاک او رښتیني زده کوونکي په کې وروزول شي.
د نورستان د پوهنې ریاست د چارواکو په وینا، په ټول نورستان کې ۲۳۴ بابه ښونځي ۵۸ زره زده کوونکو ته د ۱۳۳۹ ښوونکو له خوا زده کړه ورکول کېږي.
د پوهنې ریاست مسولین وایي، د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې دوه بابه ښونځي د امنیتي ستونزو له امله لا هم تړلي پاتې دي او پاتې نورو ټولو ولسوالیو کې ښوونځې فعال او عملاً په کې د تدریس چارې روانې دي.
نورستان ولایت ته د پوهنې وزارت له خوا په داسې حال کې د ښوونيزو، زده کوونکو او زده کوونکو د کره شمېرې د موندنې لپاره پلاوی لېږل کېږي، چې یوه اونۍ وړاندې د امریکا د تفتیش یا سیګار ادارې له لوري داسې راپور خپور شو، چې په کې ویل شوي وو؛ په افغانستان کې د یو شمېر داسې ښوونځيو پر سر پیسې اخیستل کېږي، چې په کاغذونو کې شته خو په عمل کې چا نه دي لیدلي.
دا به وروسته په ډاګه شي، چې د نورستان ولایت او د پوهنې وزارت په شمېرو کې څومره توپیر پيدا کېږي او دغه حقیقت په کومو معیارونو ولاړ دی؟





