ددې له امله چې پاکستانی حکومت افغان سوداګرو ته د عبور جواز نه ورکوي له ۳۰۰ زیات سوداګریز بار وړونکي موټر په تورخم کې بند پاتې دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکو نن (یک شنبه) په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې د پاکستاني سفارت له خوا افغان سوداګرو ته د عبور جواز نه ورکول د دې سبب شوي، چې په تورخم کې له یوې اونۍ زیات سوداګریز توکي بند پاتې شي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، که افغان حکومت پاکستان سره دا ستونزه حل نه کړي نو دوی به هم پاکستاني سوداګریزو موټرو ته افغانستان ته د ننوتو اجازه ور نه کړي.
د الکوزي په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیتي هوکړې (اپټا) له لاسلیک وروسته تر اوسه پاکستان په دې برخه کې د همکارۍ ګامونه نه دي اخیستي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو مرستیال زیاته کړه، همیشه پاکستاني پولیسو له افغان سوداګرو او موټر چلونکو نا قانونه پېسې اخیستي خو افغان حکومت په دې برخه کې به پشپړه توګه بې غوري کړې ده.
همدا ډول ځېنې سوداګر هم د ستونزو پر وړاندې حکومت په بې غورۍ تورنوي او زیاتوي، چې په تورخم کې د افغان سوداګرو د بار وړونکو موټرو بند پاتې کېدولو یو علت همدا د حکومت بې پروايي ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تلونکو، راتلونکو سوداګرو له ډلې یو هم حاجي محمد عارف دی چې وايي، مجبور دی هر وارې له پاکستانه د سوداګریزو توکو د راوړلو پر مهال پاکستاني پولیسو او امنیتي چارواکو ته رشوت او حق العبور ورکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکو د حکومت له مشرانو او په ځانګړې توګه له بهرنيو چارو وزارت غواړي، چې په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړي او اوسنی ترانزیتي مشکل ورسره حل کړي.
د (اپټا) هوکړې له مخې افغان سوداګرو او بار وړونکو موترو ته بې قېده او شرطه اجازه ورکړل شوې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په پرتې کرښې تېر را تېر شي.





