د ناامنیو د ډېرو په اړه د ولسي جرګې اندېښنه

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې ځېنو وکېلانو په هېواد کې ورځ تر بلې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د جرګې دغو استازو زیاته کړه، چې په هېواد کې نا امنیو د کچې د ډېرېدو په اړه مسول چارواکي بې پروا دي.

د جرګې دغو غړو ټینګار وکړ، د ناامنیو په شتون کې حکومت نه شي کولای، چې کاري پلانونه په سمه توګه پلي کړي.

دوی په دې باور دي، چې د ښې حکومتولۍ او د قانون پلي کېدل امن ته اړتیا لري.

د غونډې په ترڅ کې د ولسي جرګې غړي محمد شریف بلخ ابي وویل، چې دمګړۍ د سرپل په ولایت کې جګړه روانه ده او له بل لوري د کابینې وزیران د سلو ورځو په کاري کړنلارې بوخت دي.

دی زیاتوي، چې که امنیت نه وي، نو حکومت څنګه کولای شي چې دغه کاري کړنلاره پلې کړي.

د جرګې به غړي قاضي عبدالرحیم وايي، چې د ناامنیو لمن ټولو ولایتونو ته غځېدلې ده او زیاتوي چې بادغیس هم له هغو ولایتونو نه ده چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې جګړه په کې روانه ده او ولسي خلک دې ته اړ شوي دي چې په خپله د خپل ځان او مال ساتنه وکړي.

عبدالرحیم وايي، چې حکومت د ولسي پاڅو کوونکو ملاتړی نه دی او زیاتوي چې تېره شپه هم یو قومي مخور د وسله والو له لوري ووژل شو.

د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وايي، چې د ملي دفاع وزارت یې د نومان وزیر مکتوب جرګې ته لیږلی دی او دغه چاره د امنیت د ښه کېدو په برخه کې یو اغیزمن کار دی.

نوموړي زياته کړه، چې ژر تر ژره دې د نوماند وزیر د زده کړو اسناد هم ور ولیږي.

د جرګې رییس همدا ډول د حکومت له مشرتابه غوښتنه وکړه، چې د سترې محکمې غړي او لوی رییسان دې هم ژر تر ژره ولسي جرګې ته ور وپیژني او پاېی والیان دې هم وټاکي.

ابراهيمي زیاتوي، چې نور باید د سرپرستۍ موضوع ته د پای ټکی کېښودل شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رييس یوځل بیا د کورني او دفاعي چارو او بهرنيو اړيکو کمېسيونونو ته د نده وسپارله، چې امنیتي چارواکي دې وغواړي او د ناامنۍ مخې نیولو له پاره دې ګډه طرحه جوړه کړي.

خو د وکیلانو د ټولو څرګندونو سره سره  د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي، چې په تیرو۲۴ ساعتونوکې په ننګرهار، کندوز، بدخشان ، سرپل غزنی ، روزګان ، پکتیکا ، بغلان او هرات ولایتونوکې یې عملیات کړي اود دولت وسله والو مخالیفینوته یې درانه تلفات اړولي دي.

د امنیتی وضعیت د خرابېدو په اړه په  وار وار د ملي شورا د دواړو خونو غړیو اندیښنې په ډا ګه کړي دي او څوځلې یې اړوند چارواکي هم ورغوښتي دي، خو د دې ترڅنګ د ملي شورا غړي د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کړنو ستاینه هم کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام