د بره کي برک ولسوالۍ پر امنیتي پوستو سلګونو طالبانو بریدونه کړي

له لوگر ولایت څخه لاسته راغلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت پر بره کي برک ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا بریدونه شوي.

د یادې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وایي، چې تیره شپه (اګست۷مه) ۱۲ بجې سلګونه وسله والو طالبانو د بره کي برک ولسوالۍ پر بېلا بېلو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د بره کي برک ولسوال انجنیر محمد رحیم امین سلام وطندار ته د خبرو پرمهال وویل، چې امنیتي ځواکونو دغه بریدونه په شا تمبولي او په سیمه کې د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

د نوموړي پر وینا،  په دغه جګړه کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او د درېیو پولیسو په ګډون ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

رحیم امین زیاتوي، چې د بره کي برک ولسوالۍ د ګڼو امنیتي پوستو د سقوط په موخه د بره کي برک، خروار او د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ  سلګونه وسله وال طالبان سره یوځای شوي دي.

بل خوا د لوګر د والی ویاند سلیم صالح سلام وطندار ته وویل، چې په سیمه کې اوس جګړه دریدلې او وسله وال په شا تمبول شوي دي.

صالح زیاتوي، چې بره کي برک ولسوالۍ ته له مرکز پل علم څخه هم نور تازه دمي سرتېري رسیدلي او په سیمه کې تصفیوي عملیات روان دي.

له بل لوري بیا د وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې تیره شپه یې د بره کي برک ولسوالۍ د چلتن او منجي امنیتي پوستې نیولي او ګڼ امنیتي سرتیري يې وژلي دي، خو افغان ځواکونه بیا د دوی خبره یوازې یوه ادعا بولي او په کلکه يې ردوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام