ننګرهار کې د لښکراسلام او داعش خپل‌منځي نښتې مرګ‌وژوبله اړولې

د لښکراسلام او داعش ترمنځ دا نښته له پرون سهاره پیل شوې او تر نن غرمې یې دوام وکړ.

د لښکراسلام وسله‌والې ډلې پخوا په جلا ډول د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړیو ته وسله‌وال فعالیتونه کول چې وروسته بیا له داعشیانو سره یو ځای شول. دا ډله د کوزې پښتونخوا په باړې نومې سیمه کې د منګل باغ په نامه د یو ځایي وسله‌وال قوماندان له لوري جوړه شوې‌وه.

چارواکي وايي، جګړه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې شوې‌ده چې د دواړو ډلو ۹ تنه وسله‌وال په‌کې وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال وویل چې په‌دې نښته کې ۶ داعشیان وژل شوي، ۴ ټپیان دي او لښکراسلام ډلې ۳ وسله‌وال وژل شوي او همدومره نور ټپیان شوي‌دي.

مشرقیوال دا هم وویل چې نښته پرون پیل شوې‌وه او هماغه ورځ ناوخته مهال ارامه شوه؛ خو د تازه جزیاتو په اړه معلومات نه‌لري.

که څه هم چارواکي د دې جګړې ځای د اچین ولسوالۍ مامند سیمه یادوي؛ خو د اچین ولسوالۍ قومي مشر ملک کمین وايي، د منګل باغ د ډلې لښکراسلام او داعشیانو ترمنځ دا جګړه د اچین ولسوالۍ په باندر کې شوې‌ده چې اوس هم دواړه غاړې یو بل ته ګوته پر ماشه ناست دي.

ملک کمین زیاتوي، لښکراسلام له داعشیانو دوې پوستې نیولي او لا هم د نښتې احتمال شته.

نوموړی په‌دې نظر دی چې د دغو دواړو ډلو ترمنځ اختلافات راپیدا شوي چې په خبره یې، ښايي له‌دې هم زیات شي؛ خو د دغو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د پیداکېدو د عواملو په اړه یې څه ونه ویل.

د اچین ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د ټیلیفون پر لیکه سلام وطندار ته وویل، د داعشیانو او منګل باغ ډلې ترمنځ له تېرو لسو ورځو راهیسې اختلافات روان دي.

دی وايي دا اختلافات د داعشیانو له لوري داسې راپورته شوي چې د منګل باغ ډلې ته یې ویلي چې د شریعت مطابق نه‌دي روان. دی وايي داعشیانو له هغماغه مهاله یې خبرداری ورکړی و چې کسان به یې خلع سلاح کوي چې په پایله کې یې نښته رامنځته شوه او د منګل باغ د ډلې دوه کسان یې ووژل.

په ورته وخت کې د ننګرهار له اچین ولسوالۍ نه په یو بل خبر کې ویل شوي چې پرون د دې ولسوالۍ مامند دره کې د بهرنیو ځواکونو بې‌پیلوټه الوتکې د داعشیانو پر یوه پټنځای برید کړی چې ۲۵ داعشیان په‌کې وژل شوي او د یادې ډلې یوه اندازه درنې او سپکې وسلې په‌کې له منځه تللې دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د معلوماتو له‌مخې، دغه هوايي برید کې له وسله‌والو پرته بل چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

تر اوسه داعشیانو او د لښکراسلام ډلې خپلو منځو کې د جګړې او هوايي برید کې د ور اوښتې مرګ‌وژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام