
د غور یو شمېر مدني فعالان او د ولایتي شورا غړي د امنیتي ځواکونو کمښت اندېښمن کړي او وايي، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو شمېر کم دی او نهشي کولای، د غور ولایت امنیت وساتي.
دوی او ځايي چارواکي وايي، طالبانو د هوا په تودېدو سره د دغه ولایت په مرکز (فېروزکوه) ښار او ځینو ولسوالیو کې خوځښتونه پیل کړي دي.
د غور د ولایتي شورا غړی محمد مهدوي په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو له کمښته سر تکوي او وايي، د افغان ځواکونو اوسنی تشکیل نهشي کولی د غور امنیت تامین کړي.
د مهدوي په وینا، که حکومت په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو شمېر زیات نهکړي، په روان کال کې به د ناامنیو لمن پراخه شي.
په همدې حال کې د غور یو شمېر مدني فعالان وايي، د امنیتي ځواکونو د کمښت تر څنګ، د افغان ځواکونو ترمنځ نه همغږي د دغه ولایت په ډېری سیمو او ولسوالیو کې د طالبانو د حضور زیاتېدو او د ناامنیو پراخېدو لامل شوې ده.
اړوند مطالب:
طالبان غور کې له مدرسو جنګیالي جذبوي
غور؛ طالبانو خلکو ته ضربالاجل ټاکلی چې له دولته لېرېوالی غوره کړي

مدني فعال یارمحمد یاور او شاهمحمود شهاب سلاموطندار ته وویل، د غور ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو شمېر کم دی او که حکومت د دغه ولایت امنیتي وضعیت ته پام و نهکړي، ځینې ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولوېږي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم مني چې دغه ولایت د امنیتي ځواکونو له کمښت سره مخ دی، خو په وینا یې دا موضوع یې په مرکز کې له چارواکیو سره شریکه کړې ده.
د خطیبي په وینا، د دغه ولایت مساحت او دغه راز د مرکز او ولسوالیو ترمنځ واټن ډېر دی چې د جګړې پر مهال په چټکۍ سره د نورو امنیتي ځواکونو لاسرسی نه ورته کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولینې او شهرک ولسوالۍ ترمنځ په «کورابلیلا» سیمه کې د طالبانو په وروستي برید کې د پولیسو د عملیاتي قطعې قومندان په ګډون، ۶ امنیتي پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.





