له کندوزه د انسان تښتونې له ویرې ۱۸ زرګران وتلي

په کندوزکې د انسان تښتونې پیښو زیاتېدو له امله په تېره یوه میاشت کې د سرو زرو شاوخوا۱۸ هټېوال او زرګران له دغه ولایته تللي دي .

د کندوز د زرګرانو ټولنې مشر جليل وايي، چې په تېره یوه میاشت کې، د صرافانو او زرګرانو ۷ اولادونه د یاد ولایت له مرکزه یرغمل او د پیسو په بدل کې بیرته  خوشې شوي دي.

دی زیاتوي، چې خپل سره وسله والو او په ښار کې د دوی تګ راتګ، بې اسناده موټر د زرګرانو د کورنيو غړو  تښتول لامل شوي، چې زرګران او صرافان کار ته زړه ښه نه کړي یا  کابل او یا هم له هېواده بهر ولاړشي.

هغه وايي، ځينې زرګران ترکيې او جرمني ته هم تللی.

بل خوا د کندوز د صرافانو ټولنې مشرعبدالاحد هم د ناپیژاندو وسله والو په لاس یرغمل نیونو پیښو زیاتیدو او د صرفانو د پيسو غلا د انديښنې وړ بولي او وايي، چې  دې پیښو ته په کتو په تېره یوه میاشت کې دوو صرافانو خپله پانګه کابل ته لېږدولې ده.

په همدې حال کې د کندوز امنیه قوماندان محمد قسيم جنګل باغ په دغه ولایت کې د زرګرانو او صرافانو د اولادونو یرغمل نیونو پیښو زیاتېدو د منلو ترڅنګ وایي، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې یې یو شمیر یرغملګر نېولي او د زرګرانو او صرافانو د کورنيو غړې یې د هغوی له منګولو ژغورلي دي.

جنګل باغ زیاتوي، چې په دغه ولایت کې د نورو یرغملګرو د نيولوهڅې روانې دي.

د کندوز د زرګرانو ټولنې د شمیرو له مخې اوس مهال په کندوز کې شاوخوا ۲۰۰ زرګرانو د سرو زرو په کاروبار کې پانګونه کړې ده. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام