.jpg)
د غزني په امنو سیمو کې د وحشي غرڅو او ناویاته مرغانو ښکار په ژمي کې زیات شوی او دا چاره د غزني یو شمېر اوسېدونکو ته په یو کسب اوښتې.
د غزني د چاپېریال ساتنې اداره خبرداری ورکوي، که د دغو وحشي ژویو او مرغانو د ښکار مخه ونه نیول شي؛ نسل به یې له منځه لاړ شي.
د چاپېریال ساتنې ادارې مسوول شبیر احمد احمدیار سلام وطندار ته وویل، د ناور، جغتو او قره باغ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي دغو سیمو کې د غرڅو او مرغانو ښکار کوي.
.jpg)
د احمد یار پروینا، ملي پولیسو او اړوندو ادارو یې د مخنیوي لهپاره کوم اقدام نه دی کړی.
دی وايي، په تېرو کلونو کې یې د نایابه مرغانو او وحشي ژویو ښکار مخنیوي په اړه ښوونځیو او ولسوالیو کې پروګرامونه جوړ کړي وو، خو مثبته پایله یې نه ده ورکړې.
د غزني د چاپېریال ساتنې اداره وايي، امنیتي ځواکونو د ښکار په مخنیوي کې مرسته نه ده کړې او دوی هم په جغتو ولسوالۍ کې د الوتونکو او وحشي ژویو ښکار کوي.
د غزني د ولایتي شورا غړی حمیدالله نوروز وايي، په وروستیو څلورو کلونو کې ښکار د غزني په خلکو کې په یو دود بدل شوی دی.
.jpg)
نوروز زیاتوي دولتي کسان، زورواکي او ځایي خلک د سیل په موخه ځينو سیمو کې د مرغانو او وحشي ځناورو ښکار کوي او له دې لارې پيسې ګټي.
دی وايي، چې په دغو سیمو کې د غرڅو، بازانو، لېوانو او نورو ژویو نسل د ورکېدو په حال کې دی.
په همدې حال کې د غزني یو شمېر کلیوالي سیمو اوسېدونکي هم وايي، خلک په ده یک، قره باغ، جغتو او ناور ولسوالیو کې وحشي ژوي او کم پیداکېدونکو مرغانو ښکار کوي.
د جغتو او ده یک ولسوالیو دوه اوسېدونکي حسن او ظفر خان وايي، د دوی په سیمو کې د زرکانو، غرڅو، سویانو او نورو ژویو ښکار زیات شوی او د دغو ژویو نسل د ورکېدو په حال کې دی.
.jpg)
دوی وايي، خلک د زرکانو او غرڅو غوښو د کباب په خاطر دغو سیمو ته ورځي او د دغو ژویو او الوتونکو ښکار کوي.
خو د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امر خېل سلام وطندار وویل، د وحشي ځناورو او مرغانو له بې خرته ښکاره خبر نه و او زیاتوي، له دې وروسته به یې مخه ونیسي.
امرخېل د غزني له خلکو غواړي، د ښکار مخنیوي په تړاو له پولیسو سره مرسته وکړي.





