اسټرالیا کې افغان پناه غوښتونکو د ولسمشر له سفر سره سم لاریون وکړ

په اسټرالیا کې مېشت هزاره توکمي د دې هېواد پلازمېنې کانبرا کې د هغې ودانۍ د باندې راټول شوي وو، چې ولسمشر اشرف غني د اسټرالیا هېواد له لوی مشر پېټر کازګرو سره په خبرو اترو بوخت و.

لاریونوالو ویل، افغان دولت او اسټرالیا باید د پناه غوښتونکو دوسیو سره مسوولانه چلند وکړي او نه باید افغان پناه غوښتونکي له دې هېواده په زور وویستل شي.

د لاریون یو تن ګډونوال کاوه احمدزاده له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، اعتراض کوونکو له ولسمشره غوښتل، چې د اسټرالیا دولت سره داسې کوم تړون لاسلیک نه کړي له مخې یې هغه پناه غوښتونکي چې له بد حالته دې هېواد ته راغلي بېرته افغانستان ته ستانه شي.

نوموړي له ولسمشر وغوښتل، د نړیوالو مرستو په لګښت کې انډول په پام کې ونیسي.

بل لاریون کوونکي علي هزاره وویل، د عدالت ټینګښت او د یو شمېر هېوادوالو پر وړاندې د ده پروینا سیستماتیک تبعیض ته د پای ټکی کېښودو له پاره يې لاریون کړی دی.

دغه راز علي هزاره د اسټرالیا له حکومته غواړي، کومې مرستې چې له افغان دولت سره کوي څارنه یې وکړي.

خو د ولسمشر ځای ناستی ویاند شاه حسین مرتضوي د لاریون کوونکو د څرګندونو په اړه روښانه ځواب نه لري او یوازې دومره یې وویل، د کډوالو مسله د ولسمشر په سفر کې نه ده شامله .

مخکې له دې هم  یو شمېر افغان کډوالو له اروپايي هېوادونو د دوی، د اجباري ایستلو او تبعیضي چلند په اړه لاریونونه کړی وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام