پاکستان: افغان کډوال دې بې ویرې ژوند وکړي

پاکستاني چارواکو افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې په دغه هیواد کې به دافغان کډوالو ژوند نه تریخوي.

دغه چارواکي وايي، له ویرې پرته دې افغان کډوال پاکستان کې ژوند وکړي.

تر دې وړاندې دملګرو ملتونو د کډوالو دملاتړ ادارې خبر ورکړی و، چې پاکستان کې په تېره یوه میاشت کې له  ۲۲زرو زیات افغان ګډوال بېرته پرتورخم مزي اوښتي.

داغه اداره وايي، دپاکستاني امنیتي چارواکو د سخت چلند له امله دغه کډوال پاکستان پرېښودو ته اړ شوي دي.

په همدې حال کې پاکستان کې افغان سفارت خبر ورکړی، چې دخیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سره یې هلته دافغان کډوالو په ستونزو خبرې کړي دي.

پاکستان کې افغان سفارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې جانان موسی زی دهغه هیواد د پښتونخوا ایالت له چارواکو او د تحریک انصاف له مشر عمران خان سره پر همدې موضوع خبرې اترې کړي، پاکستاني چارواکو دهمکارۍ ډاډ ورکړی.

په دغه لیدنه کې د انصاف تحریک مشر عمران خان ژمنه کړې، خیبر پښتونخوا کې میشت افغان کډوالو ستونزې به حل کړي.

عمران خان ویلي، چې په دغه ایالت کې به افغان کډوالو سره ددوی اړیکې دپخوا په څېر ښې وي.

عمران خان په دې ناسته چې افغان سفارتي چارواکو سره یې درلوده کډوالو ته ډاډ ورکړ، چې په دغه ایالت کې دې بې ویرې ژوند وکړي او له پولیسو دې نه ډاريږي.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان سفير جانان موسی زي او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د افغان کډوالو د ستونزو د حل له پاره د يوې ګډې کمېټې په جوړولو هوکړه کړې ده.

تر دې پخوا دپاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي و، چې دپولیسو دسخت چلند  له امله افغانستان ته د بېرته ستنو شويو شمېر تر ۲۲ زره کورنيو اوړي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو، کډوالو او بې ځایه شويو کمیسیون رییس وايي، چې دوی له  چارواکو سره په اړیکه کې دي او نور به کډوالو ته ستونزې نه جوړېږي.

محمد یوسف صابر له سلام وطندارسره په خبرو کې وویل، چې دوی ته افغان چارواکو ډاډ ورکړی، چې د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو له پاره هڅې کوي.

یوسف صابر وايي: «موږ ته په پاکستان کې افغان سفارت خبر راکړی، چې له عمران خان سره له خبرو وروسته به افغان کډوالو ته کومه ستونزه نه جوړېږي.»

د یوسف صابر په قول له پاکستان سره د شوې هوکړې پر اساس افغان کډوال د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه په پاکستان کې د اوسېدلو قانوني جواز لري.

نوموړی وايي: «د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف تر منځ د شوي پروتوکول له مخې افغان کډوال د ۲۰۱۵ میلادي کال د ډسمبر تر پایه د اوسېدو حق لري.»

یوسف صابر د سلام وطندار د دې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان له جنوبي وزیرستانه د راغلیو کډوالو ترڅنګ به د زرګونو افغان کورنیو بېرته راتګ افغان دولت ته څومره ستونزمن وي؟ وویل: «دا ستونزه ده، موږ سبا – دوشنبه – ننګرهار ته د همدې هدف له پاره د یو هیئت په شکل سفر کوو، چې د دوی ستونزو ته ور ورسېدای شو.»

د کډوالۍ سازمان مسوول رچرډ ډازينګر هم وايي، چې ډېر افغانان له تېرو ۳ لسيزو په پاکستان کې ميشت دي او اوس چې بېرته افغانستان ته ځي نو هلته هيڅ هم نه لري.

د ده په وينا دغه سازمان يو نيم مليون ډالرو ته اړتيا لري چې د دغو کډوالو سره مرسته وکړي.

په همدې حال کې کابل کې داصلاح او تغیر له پاره د ځوانانو شبکې د یک شنبې په ورځ ( د فبرورۍ په ۸مه ) په یوې خبري ناسته کې وویل، چې پاکستان دافغان کډوالو پر وړاندې ځورونکی چلند خپل کړی.

ددغې شبکې ویاند سید میثم احساني وویل، پاکستان پر افغان کډوالو فشار راوړي چې ترهګريزو کړنو ته یې چمتو کړي.

همدا ډول احساني وايي، په پاکستان کې افغان کډوال له بشري حقونو بې برخې شوي دي؛ خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دا ادعا ردوي چې افغان کډوال په زور بېرته خپل وطن ته ليږدول کيږي.

د دغه وزارت وياندې تسنيم اسلم  ويلي چې دوی یواځې هغه کډوال وباسي، چې ناقانونه په دغه هیواد کې ژوند کوي.

نږدې ۳ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې په دې کې لږ تر لږه یو میليون یې هغه دي، چې قانوني اسناد په لاس کې نه لري.

افغان کډوال وايي چې افغانستان کې د نا امنۍ، د استوګنې د ځای نشتوالي او دکار دکمښت له امله بېرته افغانستان ته د اوس مهال له پاره زړه نه ښه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام