په ټول ولایت کې یوه ښځينه متخصصه ډاکټره

د لوګر د ښځو چارو ریاست وایي، چې د بېلابېلو ستونزو له امله د دغه ولایت په مرکز او شپږو ولسوالیو کې یواځې یوه ښځينه متخصصه ډاکټره کار کوي.

د دې ریاست مشرې شیما رزګر سلام وطندار ته وویل، چې په لوګر کې د مېرمنو روغتیايي ستونزې د نورو ولایتونو د مېرمنو د روغتیايي ستونزو په پرتله دوه برابره زیاتې شوې دي.

شیما زرګر وايي، چې د دغه ولایت نفوس ته په کتو سره یوه ښځینه متخصصه ډاکټره د ټولو روغتیايي ستونزو له پاره بسنه نه کوي.

مېرمن زرګر زیاتوي، چې د ښځینه مخصصو ډاکترانو د کمښت له کبله په مرکز او ولسوالیو کې زیاتې مېرمنې او نوې زېږدونکي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

زرګر همداراز وایې، چې د لوګر لېرې پرتو ناامنه ولسوالۍ (ازره، بره کي، خروار او څرخ)  کې مېرمنې روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی نه لري.

د لوګر د ښځو چارو رییسه په ټینګار سره وویل، چې څو ځلې یې په دغه ولایت کې د ښځینه ډاکترانو د کمښت ستونزه له مسولو لوړ پوړو چارواکو سره شریکه کړې ده، خو پر وینا یې، تر اوسه پورې دغه ستونزه نه ده حل شوې.

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې یوه ښځينه متخصصه، ۴ ډاکترانې، ۱۶ نرسانې او ۵۹ قابلې کار کوي.

له بل لوري د دغه ولایت د عامې روغتیا چارواکي د ښځینه ډاکترانو د کمښت ستونزه مني او وایې، چې تر ډېره ښځينه متخصصینې د ناامنیو او د کمې تنخوا له کبله په دغه ولایت کې دندو ته زړه نه ښه کوي.

د لوګر د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمد ظریف نایب خېل سلام وطندار ته وویل، چې اوس مهال په ټول لوګر کې ۲ ښځينه متخصصې کار کوي، چې یوه متخصصه یې د کورنیو ستونزو له کبله د لنډې مودې لپاره رخصت شوې ده.

نایب خېل زیاتوي، چې په دې ولایت کې مېرمنې ګڼې روغتیايي ستونزې لري.

دی وايي، چې د ښځو روغتیايي ستونزو د حل له پاره په روغتونونو او کلینیکونو کې یواځې ښځینه نرسانې او قابلې لرو.

په ورته وخت کې د لوګر ولایت یو شمېر ښځینه اوسېدونکې له روغتیايي ستونزو شکایت لري او وايي، چې په مرکز کې ښځینه ډاکټرانې شته، خو په ولسوالیو کې دغه ستونزه ډېره زیاته ده.

مرسل په نوم یوې مېرمنې سلام وطندار ته وویل، چې د ښځینه ډاګترانو د نه شتوالي له کبله لسګونې مېرمنې د اومیندوارۍ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لوګر یوه له بله اوسېدونکې مرضیه وايي، چې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د اومیندوارو میندو د مړینې په ډېروالي کې مرسته کړې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا وزارت له لوري ۲ روغتونونه او ۴۰ کلینکونه جوړ شوي دي، خو له دې سره – سره د ازرې، خروار او څرخ ولسوالیو اوسېدونکي وايي، چې دوی له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي.

د لوګر ولایت مسولین او خلک په داسې حال کې د روغتیايي ستونزو او ښځینه ډاګټرانو د کمښت خبره کوي، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د لوګر په مرکز کې د موټر بم برید له امله د مرکز روغتون زیاته برخه زیانمنه شوه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام