
په کابل کې وروستي ځانمرګي او له هغې وروسته وضعیت وهڅولم، چې د کابل ښار په بېلا بېلو برخو کې له خلکو سره خواله وکړم او وګورم چې دخلکو رواني امنیت په کومه کچه کې دی، خو د دفتر له دروازو څخه بهر په قدم کېښودو مې له ځانه وپوښتل چې ایا بېرته به جوړ راستون شم؟
د همدې پوښتنې سره د کابل ښار نوي ښار د سرک پر غاړه یو موچي سره کېناستم او د بوټانو رنګولو په بهانه مې ورسره خبرې شروع کړې. سړی درمند ښکارېده ویل یې، وضعیت ښه نه دی هره ورځ لسګونه هېوادوال وژل کيږي او لسګونه نور یې ټپیان. ماته یې اجازه را نه کړه چې غږ یې ثبت کړم ویل یې، اعتراض او شکایت کول ګټه نه رسوي «څوک نشته چې دخلکو فریاد ته غوږ ونیسي»
فکر مې وکړ، یواځې هغه هېواد وال چې د سرک پر غاړه کاروبار کوي رواني امنیت نه لري؛ د همدې له پاره د مرمۍ ضد دروازو څخه مې پښه واړوله او سيټي سنټر ته دننه شوم، چې د کابل ښار د امن مارکیټ په توګه یادول کيږي. د یو زرګر سید عبدالوهاب سره مخ شوم، په ډاډه زړه یې راته وویل، چې د خوندیتوب احساس نه کوي او هره ورځ دخدای په توکل له کوره را ووځي.
وايي «باور نه لرم چې ماښام به روغ رمټ کور ته ستون هم شم کنه؟»
عبدالوهاب وايي چې د ګاک(مشتري) په لاسه ورکولو خفه نه دی خو د دروازې څارنه ورته ډيره مهمه ده، چې باید ونه درول شي.
دکوڅو په سر کولو د کابل ښار له ګڼې ګوڼې ډکې یوې څلور لاري ته ورسېدم، هلته د یو لوړ دنګ ځوان سره مخ شوم چې د پېسو بنډل په لاس کې ولاړ و. په یوې دروغجنې خندا یې د سلام ځواب راکړ او د فخرالدين په نوم یې ځان را وپيژند.

هغه ویل ، نیمه ورځ په دې څلور لاري کې په صرافۍ تېروي او نیمه ورځ پوهنتون ته ځي، له امنیتي وضعیته ګیله من و، چې اوس کابل د وسېدو له پاره خوندي ځای نه دی، خو هغه په دې برخه کې په امنیتي چارواکو توندې نیوکې نه کوي او زیاتوي په توګه کې د کابل حالت نسبتا ښه دی.
امين هغه تنکی زلمی دی چې د خیرخانې په (حصه اول) پارک کې په بوټانو رنګولو بوخت وي.
لومړی خو یې په ماشومانه خندا راڅخه د خپل زړه خبره پټوله، خو د څو شېبو له خبرو وروسته یې په شکایت کولو خوله پرانیسته.
دهغه فریاد هم نا امني ده؛ زیاتوي چې تره یې د سه شنبې ورځې په برید کې ټپي شوی، امین زیاتوي، چې ټول کابل له ناامنۍ ویره لري، د هرې چاودنې او برید سره یې کورنۍ ورسره اړیکه نیسي او د روغتیا پوښتنه یې کوي.
خو د حکومت د کړنو په اړه دخلکو له نیوکو د توندې لهجې ته په کتو له زیاتو مې وپوښتل، که حکومت له تاسې د امنیت خوندیتوب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړي نو ځواب به مو څه وي؟ ټولو ویل، چې څه یې په وس پوره وي دحکومت تر څنګ به ودريږي.
سره له دې چې دکار دفتر ته خوندي ستون شوم، خو لا به هم ډيرو خلکو سره کورته د روغ جوړ ستنېدو پوښتنه وي.





