ولسمشر: داعش، حقاني او “ځېنې” طالبان دښمن تعریف کړل

ولسمشر غني سیمه ییز ترهګر، داعش ډله، حقاني شبکه او یو "شمېر وسله وال طالبان" د افغانستان دښمنان وبلل.

غني په ملي شورا کې د ولس استازو ته په وینا کې وویل، دوی له پاکستانه، نه غواړي، چې وسله وال طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي، بلکې پاکستان دې په څلور اړخیزو غونډو کې په کړې ژمنه عمل وکړي او  په دغه هېواد کې دې مېشتې ترهګریزي ډلې او د هغوی مرکزونه دې ویجاړ کړي.

افغان ولسمشر غني وویل، چې دوی به ترهګر په سیمه کې په نښه کړي او له منځه به یې یوسي.

غني ټینګار وکړ، له دې وروسته به افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان دښمنان په هر ځای او هره سیمه کې نابود کړي.

نوموړي همدا ډول وویل، چې له دې ورسته به د کابل او اسلام اباد اړیکې د "حقوق او وجایب" پر بنسټ وي.

غني د ځېنو بندیانو د اعدامولو د حکم په اړه وویل، چې د محکمو له لوري د صادر شوي اعدامونو حکمونه به په کلکه عملي شي.

ولسمشر غني په داسې حال کې دغه موضوع مطرح کړه، چې د تېرې اوونۍ له برید وروسته ځېنې حکومتي چارواکو په زندان کې د حقاني شبکې د بندیانو د اعدامولو غوښتنه وکړه.

په ملي شورا کې ولسمشر وویل، چې په ملګرو ملتونو کې به د پاکستان په خلاف شکایت وکړي او دغه هېواد به د شکایت میز ته استجواب کړي.

ولسمشر وویل، چې د سولې دروازه پرانیستلې ده او هغه وسله والې ډلې چې د سولې غوښتونکې دي، د حکومت غېږه ورته پرانیستې ده.

غني زیات کړه، حکومت په خپلو ژمنو ولاړ دی. ده وویل، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به په خپل وعده شوي وخت پیل کړي.

ولسمشر د ملت استازو ته په وینا کې وویل، د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت لوی ریاست سرپرستانو په ځای به نوي کسان ولسي جرګې ته معرفي کړي.

ده همدا ډول وویل، په نظام کې دننه ځېنې ډلې شته چې د افغانستان له دښمنانو ملاتړ کوي او دښمن له دغه حالت ګټه اخلي.

ولسمشر د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې په تېر یو کال کې یې ۱۶زره عملیات په ټول هېواد کې کړي دي.

ده همدا ډول وویل، چې اوسمهال د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ترهګریزو شبکو په خلاف افغان امنیتي ځواکونه د جګړې په حال کې دي.

د لوړپوړو دولتي چارواکو د خوندیتوب پر ریاست د تېرې اوونۍ له برید وروسته هېوادوالو او لوړپوړو حکومتي چارواکو له ولسمشر نه وغوښتل، چې د پاکستان او ترهګریزو ډلو په خلاف دې په ورته عمل لاس پورې کړي.

په کابل کې د لوړپوړو دولتی چاروکو د خوندیتوب په ریاست د برید مسوولیت حقاني شبکې واخیست.

په دې وینا کې ټاکل شوې وه، چې ولسمشر دښمن تعریف کړي او د مخالفانو په وړاندې د حکومت د سولې او جګړې دریځ روښانه کړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام