.jpg)
د تخار په دشتکلا ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو پراخ عملیات وکړل او دغه ولسوالۍ یې د طالبانو له موجودیته پاکه کړه. طالبانو له ولسوالۍ نه د وتلو پرمهال خلکو ته ویلي وو، چې ډېر ژر به راوګرځي.
اوسمهال د دشتکلا ولسوال قیوم قانع سلاموطندار ته وویل چې طالبان بېرته راګرځېدلي دي او د ولسوالۍ مرکز ته نږدې سیمې یې ترخپلې ولکې لاندې راوستي دي.
د ښاغلي قانع په خبره، طالبانو دا ځل د خلکو د ژوند د کنترول په پار قواعد وضع کړي دي چې «نه باید ښځې بازار ته ولاړې شي او د تلوېزیون په کتلو هم بندیز دی».
د دشتکلا ولسوال وايي، طالبانو د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه په څوو جوماتونو کې بیانونه کړي دي او له ځوانانو یې غوښتي دي د دوی لیکو ته ورشي.
د دشتکلا ولسوالۍ ځېنې اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط سلاموطندار ته وویل، طالبانو له ځیرک تیلیفون کار اخیستل، د ښځو لهخوا د تیلیفونونو کارول او تلویزیون لیدل منع کړي دي.
.jpg)
د دوی په وینا، طالبانو هغو کسانو ته چې ږیرې یې خريیلي ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو څخه ووځي.
ورته وخت کې د تخار د والي ویاند خلیلاسیر هم وايي امنیتي ځواکونه په تالقانو ښار کې د معترضینو امنیت په ټینګښت کې بوخت دي؛ له همدې امله طالبانو توانیدلي د دښتکلا ولسوالۍ ځېنې کلي ونیسي او خلکو ته سرخوږی جوړ کړی.
هغه معلومات چې له یو معتبر امنیتي بنسټ څخه سلاموطندار ته رارسېدلي ښيې چې د قاري بسمالله، امان، زید، نظامي او حقانې تر قوماندې لاندې ۱۰۰ طالب وسلهوال په دښتکلا ولسوالۍ کې فعالیت کوي.
د دښتکلا ولسوالۍ په سیمهییزې ادارې کې د یوې سرچینې په وینا، په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیتونو پراخېدو سره د درقد، ینګيذکلا، خواجه بهاوالدین او د چاه اب ولسوالیو لویې لارې د خلکو تګ را تګ پرمخ تړل شوي دي.





