
نن ماسپښین یوهنیمه بجه د ننګرهار ولایت د مرکز جلالاباد د ملنګ جان واټ په څلور لارې کې پر یوه ملي بس موټر چاودنه شوې چې تراوسه ترې ۳ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې او ټپيانو پخلی کړی او ویلي یې دي چې یاده چاودنه په لومړۍ ناحیه کې پر هغه ملي بس شوې چې په وروستیو کې یې د رېکشاوو پر ځای د ملنګ جان واټ ـ د بهسودو بلندغر تر منځ یې سپرلۍ وړلې.
خوږیاڼی وايي، د پېښې ټپیان سیمهییز روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دی وايي، د چاودنې د ډول په اړه نور مالومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
په سیمه کې عیني شاهدان وايي، چاودنه په ملنګ جان واټ کې داسې مهال وشوه چې ملي بس موټر ته سپرلۍ ور پورته کېدلې.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت کوم چا یا وسلهوالې ډلې پر غاړه نهدی اخېستی.





