هېلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ د سه شنبې ټاکنې وګټلې

هېلري کلنټن او ډونالډ ټرمپ چې د ډیموکراټو او جمهوري غوښتونکي ګوندونو د نوماندۍ له پاره سیالي کوي، د سه شنبې ورځې ټاکنې یې د امریکا په زیاتو ایالاتونو کې وګټلې.

د ډیموکراتو له دوه سیالو نوماندانو (هېلري کلنټن او برني ساندرز ) چې مېرمن هېلري کلنټن د ۱۰۰۱ رایو په ګتلو سره خپل سیال ساندرز ته ماته ورکړه.

کلنټن د امریکا په الاباما، ارکانزاس، جرجیا، ماساچوست، تنسي، تګزاس او ویرجینیا په ایالاتونو کې تر خپل سیاله زیاتې رایې ګټلي دي.

په ورته وخت کې برني سانډرز د امریکا په کولاراډو، اوکلاهاما، مینه سوتا او په ورمونټ ایالاتونو کې له مېرمن کلنټون نه مخکښ و.

د امریکا په جمهوري غوښتونکي کې ډونالډ ټرمپ بیا له خپلو څلورو سیالانو مخکې شو.

ټرامپ ۴۹ سلنه بریا په ویرجینیا، الاباما، ارکانزاس، جورجیا، ماساچوسټ، تنسي او ورمونټ کې خپله کړه.

د سه شنبې ټاکنې په امریکا کې هغه ټاکنې دي، چې په دې ټاکنو کې د ډیموکرات ګونډ استازي د ۲۳۸۳ رایو په ګټلو سره رسما د دغه ګوند نهايي دوو کاندیدانو نوملړ کې راځي.

او د جمهوري غوښتونکي له پاره بیا دغه شمېر ۱۲۳۷ دی.

تر اوسه پورې ټرمپ ۲۸۵ رایې او هېلري کلنټن ۱۰۰۱ رایې ګټلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام