یو سړي خپله مېرمن د ترښځې په ګوزار سره وژلې ده

د بغلان ولایت  د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان سمنوال محب الله کوهستاني سلام وطندار سره په مرکه کې ویلي دي، چې د ساقي محمد په نوم یو کس تېره شپه د یکه توت په کلي کې خپله مېرمن د ترښځې په ګوزار سره وژلې ده.

کوهستاني وايي، چې دغه کس نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.

دی همدا ډول وايي، چې د ساقي محمد ورور او کلیوال له پېښې یو ساعت وروسته خبر تر لاسه کوي او د نوموړي کور ته ورځي.

تورن قاتل ساقي محمد له دې پېښې وروسته د ورور کور ته ورځي او د ورور کور ته د ګازو په وسیله اور ورته کوي، چې په دې پېښه کې یو تن وژل کېږي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان کېږي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قوماندان د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بولی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې د ۲۶ سلنې کموالي خبر وکړي و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام