
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیانی وايي چې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ګډو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۶۰ داعش وسلهوال وژل شوي او۱۸ تنه یې ټپيان دي.
عطاالله خوږیاڼي سلاموطندار ته وویل چې دغه هوايي او ځمکني ګوزارونه له نن ګهیځ راهیسې د هسکې مېنې ولسوالۍ په ګورګورۍ، شینکۍ او انګوره سیمو کې شوي دي.
نوموړي زیاته کړې، داعش ډله په سیمه کې د ولسي خلکو له کورونو د مورچو په توګه ګټه اخلي؛ لهکبله یې په عملیاتو کې ۱ ولسي وګړی وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ نور ټپيان دي.
خوږیاڼي وویل، ښايي د داعش او ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په شمېر کې زیاتوالی راشي.

بل پلو د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال سلاموطندار ته وویل، تر اوسه له هسکې مېنې ولسوالۍ د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱ جسد او ۱۴ ټپيان وروړل شوي دي.
ډاکتر نجیب الله کاموال په دې اړه زیات جزیات ورنه کړل.
خو په سیمه کې ځینو ولسي خلکو د نوم نه خپرولو په شرط سلاموطندار ته وویل، په دغو بریدونو کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې شمېره تر دې لوړه ده، چې اعلان شوې ده؛ خو د کره شمېرې په اړه یې څه ونه ویل.





