بدخشان کې د طالبانو د جګړې جغرافیې پراخېدو په اړه اندېښنې ډېرې شوي

د بدخشان یوشمېر مدني فعالان، د ولایتي شورا رییس او ځایي خلک وایي، که په دې ولایت کې د له لاسه تللیو سیمو بېرته نیولو له‌پاره عملیات پیل نه‌شي د ناامنیو لمن پراخېږي.

د بدخشان ولایتي شورا رییس بشیرصمیم وایي چې اوس د دغه ولایت دوې ولسوالۍ په بشپړه توګه او یوولس نورې هغه په بېلابېلو کچو د طالبانو تر واک لاندې دي.  

د ښاغلي صمیم په وینا د ژمي موسم یو ښه فرصت دی چې چاڼیز عملیات ترسره شي او که حکومت په دغه موسم کې چې طالبان د خپلو کسانو پر تجهیز بوخت دي؛ عملیات ونه کړي دا ډله به په تاوده موسم کې سترعملیات وکړي. 

دغه راز د بدخشان یو مدني فعال جاهدالله پیام وایي چې په دې ورستیو کې امنیتي ګواښونه ډېر شوي او د بدخشان مرکز فیض اباد هم تر امنیتي ګواښ لاندې دی.

د ښاغلي پیام په وینا، که د حکومت له‌خوا چاڼیز عملیات ونه شي تر ګواښ لاندې ولسوالیو مرکزونو د سقوط ترڅنګ به د فیض اباد ښار هم خوندي پاتې نه شي.

په همدې حال کې د بدخشان والي احمد فیصل بېګزاد هم وایي چې که د وردوج او یمګان ولسوالیو او د جرم ولسوالۍ په ځینو برخو کې عملیات ونه شي په بدخشان ولایت کې به د ناامنیو ستونزې نورې هم ډېرې شي.

د والی په وینا د عملیاتو پلان حکومت ته استول شوی دی او دعملیاتو پیل له‌پاره د حکومت امر او مرستې ته په تمه دي.

سره له دې چې د بدخشان چارواکي د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ډېر ژرعملیاتو پیلېدو خبرې کوي خو د بدخشان ځینې اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي بیا پر دې ژمنو باورنه لري؛ دوی وایي حکومت په وار وار د عملیاتو ژمنې کړي خو هېڅ یوه ژمنه یې هم تراوسه نه ده عملي شوې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام