
د عراق په الفرات ښار کې د داعش ډلې سرتېري دوه تنه د همجنس بازۍ په تور نیسي او د یو هوټل بام ته یې خېژوي.
د دغې ډلې مخ پټۍ قاضي د همجنس بازي په تور د نیول شویو کسانو په اړه خلکو ته په لوړ غږ د دوی د سزا حکوم اوروي او وايي، چې دوی د همجنس بازۍ په جرم له بام څخه د را غورځولو په سزا محکوم شوي دي.
د دغو تورنو کسانو له ډلې یو تن یې وايي، دوی دې پر سر په ګولۍ وویشتل شي، خو د داعش قاضي حکم کوي، چې د ننداره چیانو په مخ کې دې د بام له سره را وغورځول شي؛ ځکه چې دغه ډول سزا زیاته وېره لري.
دغه وېډیو تازه له عراق څخه د داعش تر واک لاندې سیمو نه خپره شوې ده.

داعش ډله څو ځلې د نړیوالو بنسټونو او د اسلامي نړۍ د لویو دیني عالمانو له خوا د بشرحقونو په ماتولو او جنګي جنایت تورنه شوې ده.
د راپورنو پر بنسټ داعش وسله واله ډله په ټولنیزو رسنیو کې د دغو ډول کارونو په تر سره کولو سره غواړي، چې د خلکو او رسنیو پام ځانته را وګرځوي.








