ولسي جرګه: له امریکا سره دې امنیتي تړون لغوه شي

د ولسي جرګې غړي د هېواد اوسني حالاتو ته په کتو سره وايي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو دی او دغه چاره دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د يادې جرګې غړي زياتوي، چې باید د امريکا سره امنيتي تړون لغوه شي، ځکه د دوی په وينا له دغه هېواد سره امنيتي تړون د افغانستان په ګټه نه ده تمام شوې.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي په نننۍ ناسته کې ولسمشر غني په دروغو تورن کړ او ویې ویل، ولسمشر ویلي وو، چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنو پورې وخت به د امنیت په ښه کولو ولګوي، خو د هغه ټولې خبرې له دروغو پرته نور څه نه وو.

د ابراهیمي په خبره، د افغانستان شمال په وزیرستان بدل شوی او که چېرې حکومت ورته پاملرنه ونه کړي؛ د شمال لویې لارې به ډېر ژر د وسله والو مخالفینو له خوا وتړل شي.

د فراه ولایت د خلکو استازي سرور عثمان فراهي په نننۍ ناسته کې وویل، چې حکومت دې د امنیتي قرارداد له لغوه کولو وروسته د دولتي دارايیو او پراختیايي پروژو پر ځای پوځي وسایل واخلي او له خلکو سره یو ځای دې د وسله والو مخالفینو په مقابل کې وجنګېږي.

د ولسي جرګې مشر وویل، د ولسي جرګې دار الانشاء ته یې دنده ورکړې، چې ژر تر ژر په یوه رسمي لیک کې له دولته وپوښتي، چې افغانستان او امریکا هېوادونو له خوا د امنیتي قرارداد د امضاء په اړه کمېسیونونه جوړ شوي او که نه؟

په هېواد کې د نا امنیو له زیاتېدو سره سم، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په شتون د ولسي جرګې له خوا اعتراضونه زیات شوي دي.

د ننګرهار له خونړۍ پېښې وروسته، د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د امنیتي تړون مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست او ویې ویل، چې دغه تړون د دې لپاره امضاء شوی، چې امریکايي ځواکونه د امنیتې پېښو مخنیوی وکړي.

د ولسي جرګې د غړیو په خبره، که چېرې امریکايي ځواکونه نه شي کولی د نا امنیو مخه ونیسي؛ نو دغه تړون افغانستان ته ګټه نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام