.jpg)
د ولسي جرګې د نن ورځې (جولای،۱۲) عمومي غونډې ته د دې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مشر میرداد خان نجرابي وویل، تېره ورځ څوو کسانو د جرګې غړي حضرت علي سره د لېدو په پلمه غوښتل د ملي شورا انګړ ته وردننه شي؛ کله چې حضرت علي ته خبر رسیږي سمدستي امنیتي کسانو ته وایي، چې دا شکمن دي او ودې نیول شي.
نجرابي زیاته کړه، د دې شکمنو کسانو له نیول کېدو وروسته د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار څو ځله تیلفون کړی، چې دا کسان دې خوشی کړل شي.
دی وايي، دا خبره د پوښتنې وړه او باید جدي تعقیب شي.
په دې اړه مو هڅه وکړه، د مشرانو جرګې د رییس مسلمیار نظر واخلو خو بریالي نشوو.
.jpg)
خو د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال سلام وطندار ته وویل، له دې مخکې هم د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یوې وکیلې ویلي و، د شورا امنیت په خطر کې ده او ادعا یې کړی وه، چې څو تنه وکیلان او سنا توران غواړي ترهګر شورا ته وردننه کړي.
ګیانوال د مشرانو جرګې په رییس دا تور ناسم وباله چې ګواکې د هغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې چې په ملي شورا یې د برید هڅه کوله.
ده زیاته کړه، دا تورونه له وخت مخکې دي، تراوسه د دغو کسانو هویت معلوم نه دی، چې ترهګر دي او که عادي کسان.
مخکې هم څو ځله د ملي شورا د غړیو لهخوا د ملي شورا د امنیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې او دغه راز دوه ځله د شورا په نویې او پخوانۍ ودانیو بریدونه شوي وو.





