له درېیو ولایتونو ۲۰۰ خبریالان بې ځایه شوي

د ازادو رسنیو ملاتړ بنسټ (نی) چارواکو نن (دوشنبه) ورځ په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې کې وویل، چې د وروستیو جګړو د زیاتېدو له امله د کندوز، هلمند او له فراه ولایتونو له ۲۰۰ زیات خبریالان ګاونډیو او لرې ولایتونو ته تللي دي.

د دې بنسټ مشر صدیق الله توحیدي وویل، چې له نیمايي زیات خبریالان د هلمند ولایت څخه د ځان ژغورلو په پاره کندهار، کابل او فراه ولایتونو ته پناه وروړې ده.

د توحیدي په وینا، تر اوسه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۵۰ پېښې هم ثبت شوي دي.

د نی مشر وايي، په کندوز ولایت کې د جګړې له امله د روشني، خاور او شبنم په نوم راډیوګانې او تلویزیون ویجاړ شوي او د دې رسنیو ټول وسایل غلا شوي دي.

د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس رحیم الله سمندر روان کال د خبریالانو له پاره له تاوتریخوالي ډک کال وباله.

سمندر وویل، سږ کال له خبریالانو سره د تاوتریخوالو په پېښو کې قتل، ګواښ او وهل ټکول شامل دي.

په جګړه ییزو ولایتونو کې زیان من شوې رسني له حکومته غواړي، چې کلنۍ مالیه ورته معاف کړي او د وسایلو په اخیستلو کې ورسره مرسته وکړي.

د خبریالانو مدافع بنسټونه په داسې حال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او له جګړه ییزو ولایتونو د خبریالانو له بې ځایه کېدو خبرې کوي، چې پرون ورځ د زابل ولایت د ملي تلویزیون خبریال محمد یعقوب شرافت د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام