پاکستان، افغان طالبانو ته جدي ګواښ کړی

 

پاکستاني چارواکي افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، چې باید ژر تر ژره په دغه هېواد کې خپل پسرلني وسله وال عمليات او مرګوني بريدونه بند کړي.

پاکستان ویلي، که طالبان په افغانستان کې خپل دا شان بريدونو ته دوام ورکړي، نو د افغان ځواکونو او پاکستاني پوځيانو د جدي پوځي عکس العمل سره به مخ شي.

راپورونه وايي، چې د طالبانو پر وړاندې د پاکستان دا ډول عکس العمل د ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې د دوی په سياست کې د جدي بدلون ښکارندويي کوي.

اکسپرېس تربيون ورځپاڼې ليکلي؛ یوې معتبرې سرچينې، د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې د دغې موضوع په باب افغان حکومت هم په جريان کې دی.

راپور ليکي، چې دغه بې ساری ګام د پاکستان له لوري هغه مهال پورته شو، چې طالبانو په افغانستان کې د افغان ځواکونو او په دغه هېواد کې د میشت نړېوالو ځواکونو پر ضد خپل پسرلني خونړي عمليات د (عزم) په نوم پېل کړ.

سره له دې، چې د افغان حکومت له لوري د طالبانو سره د سولې په باب د خبرو اترو ډېرې هڅې کيږي، خو طالبانو په افغانستان د ۲۰۰۱ م زېږدیز کال را هیسې خپل وسله وال جګړه پېل کړې.

که څه هم د طالبانو له استازو سره د قطر په دوحې کې افغان چارواکو د سولې په باب خبرې اترې وکړې، خو په افغانستان کې د طالبانو وروستي خونړي بريدونه د سولې دغه لومړني خبرې اترې هم زيانمنې کړې.

اکسپريس تربيون کاږي، پاکستان غواړي د افغان سولې په پروسه کې ستر او کليدي رول ولوبوي او د افغان سولې پروسې له پاره یوه معنی داره لاره هواره کړي.

خو په افغانستان کې بیا د چارو شنونکي وايي، پاکستان تل د افغان حکومت پر وړاندې له دوه مخي پالیسۍ کار اخیستی او هغه څه، چې په خوله وايي په عمل کې يې هيڅکله هم نه دي ثابت کړي.

دغه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي ويلي، اوس د پاکستان حکومت د طالبانو مشر ته واضح پېغام ورکړ، که چېرې خپل پسرلني بريدونه بند نه کړي، نو د دوی له جدي عکس العمل سره به مخ شي.

د پاکستان دغه لوړ پوړي چارواکي زياته کړې، چې که افغان طالبان خپل بريدونه ژر تر ژره و نه دروي، نو افغان او پاکستاني پوځيان به په ګډه سره عاجلتاً د دوی پر وړاندې قوي پوځي بريدونه وکړي.

د لوړ پوړي پاکستاني چارواکي په حواله دغه ورځپاڼه ليکي، چې د پاکستان صدر اعظم نواز شریف، د دغه هېواد د پوځ لوی درستيز جنرال راحېل شریف او جنرال رضوان اختر د روان ۲۰۱۵ م زېږدیز کال د مې په ۱۲ مه نېټه وسله والو طالبانو ته د دغه پېغام او ګواښ په اړه له افغان حکومت سره خبرې کړي وو.

همدارنګه اسلام اباد د افغانستان په ختيځو سيمو کې د طالبانو له بريدونو سخته اندېښنه لري او وايي، چې باید د ډیورنډ د کرښې په شاوخوا د طالبانو سره جدي مبارزه وشي.

د روانې اوونۍ د يکشنبې په ورځ طالبانو د باجوړ ايجنسۍ پر غاښي سيمه د راکټ برید وکړ، چې په پایله کې يې يو پاکستانی پوځي عسکر ووژل شو.

وروسته بیا راپورونه خپاره شول، چې دغه راکټ د ډيورنډ کرښې له دې غاړې یعنی د افغانستان له ختيځو سيمو څخه د پاکستاني طالبانو له لوري ویشتل شوی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام