ویس‌احمد برمک د فرانسې په نړۍواله امنیتي غونډه کی ګډون وکړ

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له‌خوا د (ترهګرۍ له‌پاره پیسې نه‌شته) تر سرلیک لاندې په یوې امنیتي غونډې کې ګډون وکړ.

یادې غونډې کې د ښاغلي برمک ترڅنګ د ۷۰ هېوادونو څخه نږدې ۵۰۰ لوړو پوړیو چارواکیو او کارپوهانو برخه اخېستې وه.

دا غونډه د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې جوړه شوې او موخه یې د هغو هڅو همغږي کول وو چې د اوږدې مودې له‌پاره د ترهګرۍ ګواښونه کمولی شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کورنیو وزیر ویس‌احمد برمک غونډې ته په وینا کې په افغانستان او سیمې کې د ترهګرو د ځپلو ترڅنګ د هغوی د مالي سرچینو په له‌منځه‌وړلو خبرې وکړې.

بله‌‌خوا د فرانسې د ولسمشر دفتر له لوري خپره شوې خبرپاڼه لیکي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو په منځ کې یوازې داعشیانو نږدې ۲ اعشاریه ۵ بیلیونه ډالرعاید ترلاسه کړي وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام