په فاریاب کې طالبانو سره د ولسي پاڅونوالو د ۲ قوماندانو یوځای کېدل او د یوې سیمې سقوط

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، چې د دې ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ تیلان سیمه د طالبانو له خوا سقوط شوه او تر څنګ یې د دې ولسوالۍ دوه ولسي پاڅونوال چې رحمدل او راز محمد نومېږي؛ له طالبانو سره یوځای شول.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي وايي، چې دغه دوه قوماندان له دوه ورځني جنګ وروسته مجبور شول، چې ځان طالبانو ته تسلیم کړي او د تیلان په نوم ستراتېژیکه سیمه ورپرېږدي.

ویل کېږي، چې رحمدل او راز محمد له خپلو ۶۰ وسله والو پاڅونوالو سره د مرستې ډېرې چغې وکړې، خو چا یې غږ وانه اورېد.

د فاریاب ولایت د پشتونکوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي، چې تېره ورځ په سلګونو وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په تیلان سیمې باندې یرغلیز برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو د په شا تګ سره یې نن سهار مهال یوه امنیتي پوسته ونیوله.

د ده په خبره، د پشتونکوټ ولسوالۍ د تیلان سیمه ډېره پراخه ساحه ده، چې شاوخوا ۲ زره کورنۍ په کې اوسېږي.

د پشتونکوټ ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال حیات الله سرخابي وايي، چې تر اوسه په دې نښته کې ۴ طالبان وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ده د امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني وايي، چې دوه ورځې مخکې شاوخوا ۱۵۰۰ وسله والو طالبانو د پشتونکوټ ولسوالۍ په تیلان سیمه کې پر ولسي پاڅونوالو برید پیل کړ، چې په پایله کې یې دغه سیمه په بشپړه توګه ونیوله.

رحماني خبرداری ورکوي، که دولت د پشتونکوټ ولسوالي تیلان سیمه بېرته ونه نیسي او طالبان ونه ځپي؛ نو امکان لري، چې سرحوض او د هغې اړوند نور کلي هم د طالبانو له خوا سقوط شي او د دې ولایت مرکز مینمنه د طالبانو تر ګواښ لاندې شي.

خو د دې ولسوالۍ امنیتي مسوولان وايي، چې د تیلان سیمې د نیولو له پاره امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي او همداوس له طالبانو سره درنه جګړه روانه ده.

 

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام