فاریاب کې طالبانو د يوه نوي زېږېدلي ماشوم په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي وژلي

د فاریاب د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر وايي، د بېدار په نوم د طالبانو یوه ډلمشر د دغې ولسوالۍ «خانقاه» سیمه کې یوه کور ته دننه شوی او د دغې کورنۍ ۶ غړي یې وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي وویل، وژل شويو کسانو کې ۳ نجونې، ۲ هلکان او یو نوی زېږېدلی ماشوم او ټپیانو کې یوه ښځه او یو ماشوم شامل دی.

د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر په وینا، طالبانو ځکه دغه ۶ کسان وژلي چې د دغې کورنۍ یوه غړي پخوا د طالبانو لیکو کې فعالیت کاوه او اوس له دغې ډلې بیل او عادي ژوند یې پیل کړی و.

امنیتي مسوولان هم دا د طالبانو کار بولي، خو طالبانو تراوسه دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام