د یوناما راپور: د کندوز د سقوط له امله ۲۸۹ مړه شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر نن د (ډېسمبر په ۱۲مه) په کندوز کې په وسله وال جګړه کې د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه مستند راپور خپور کړ.

دغه راپور چې د روان کال د سپټمبر د میاشتې له ۲۸مې نېټې نه د اوکټوبر تر ۱۳مې نېټې پورې پېښې مستندوي؛ وايي، چې په یاده دوره کې ۲۸۹ تنه مړه ملکي وکړي مړه شوي او ۵۵۹ تنه ټپيان شوي دي.

خو د کندوز ځایناستی والي د کندوز له نښتې وروسته په یوه خبري ناسته کې ویلي وو، چې د جګړې په جریان کې ۷۰ تنه ملکیان وژل شوي وو او ۱۸۰ تنه ټپیان شوي وو. هغه شمېرې، چې یوناما خپاره کړي؛ د دولت له شمېرو څلور برابره زیات دي.

د روان لمریز کال د میزان په ۶مه نېټه طالبانو د کندوز پر ښار برید وکړ او د درې ورځو له پاره یې دغه ښار په ولکه کې نیولی و.

یوناما په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې تلفاتو لویه برخه د ځمکنۍ جګړې له امله رامنځته شوې، چې په مشخص ډول یوه ځانګړي لوري یا ډلې ته نه شي منسوبېدلی.

د یونما په خپور شوي راپور کې راغلي دي، دا راپور د هغو ۶۷ ملکیانو (۳۰ مړه او ۳۷ ټپيانو) ته هم اشاره کوي، چې د اوکټوبر په ۳مه نېټه د نړیوالو ځواکونو له خوا د بې پولې ډاکټرانو په سیمه ییز روغتون په بمبار کې زیانمن شوي او مړه شوي وو.

د راپور د چمتو کولو دغه دوره پر کندوز ولایت د طالبانو د برید، او د لنډ مهال له پاره د کندوز ښار د نیولو او د دولت پلوو ځواکونوله خوا د ځوابي برید او بېرته د حکومت له خوا د ښار د نیولو او همدارنګه د ولایت نورې اړوندې جګړې په برکې نیسي.

په دې راپور کې د بشري حقونو کلیدي اندیښنو ته کتنه شوې چې له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا په افغانستان کې د لومړي ځل ترسره شوې اوږدې ښاري جګړې له امله رامنځ ته شوې او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د کچې د ټیټولو، د جګړې له زیانونو د ملکي وګړو د ساتلو، نړیوالو بشري حقونو ته داحترام او د حساب ورکولو د ودې په برخو کې اساسي سپارښتنې وړاندې شوې دي.

یوناما ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا له خوا د ۲۲۱۰ (۲۰۱۵) پرېکړه لیک په اساس دا اختیار ورکړل شوی، چې د ملکي وګړو وضعیت وڅاري، د دوی د ساتنې او خوندیتوب دهڅو همږي وکړي، حساب ورکول پیاوړي کړي او د هغو بنسټیزو ازادیو او

بشري حقونود بشپړې عملي کیدا سره مرسته وکړي، چې د افغانستان په اساسي قانون او هغو نړیوالو تړونونوکي، چې افغانستان یې غړیتوب لري تسجیل شوي، په ځانګړي ډول د هغو احکامو په برخه کې مرسته وکړي، چې د ښځو له خوا د هغوي له ټولو حقونو څخه د برخمن کیدو سره تړاو لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام